ads

افغان ملي ۱۹ کلنه لوبډله کابل ته راورسېدله

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله په کویټ کې د آسیا غوره لیګ سیالیو د اتلولي له كټلو او  نړیوال جام ته له لار موندنې وروسته تېر ماښام كابل ته راورسېده.     د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله په کویټ کې د آسیا غوره لیګ سیالیو د اتلولي […]

نویسنده: TKG
27 لړم 1393
افغان ملي ۱۹ کلنه لوبډله کابل ته راورسېدله

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله په کویټ کې د آسیا غوره لیګ سیالیو د اتلولي له كټلو او  نړیوال جام ته له لار موندنې وروسته تېر ماښام كابل ته راورسېده.

 

 

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله په کویټ کې د آسیا غوره لیګ سیالیو د اتلولي له كټلو او  نړیوال جام ته له لار موندنې وروسته تېر ماښام كابل ته راورسېده.

د اسيا غوره ليګ سيالۍ دا ځل په کويټ کې ترسره شوې، چې په کې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کويټ، سعودي عربستان، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلو برخه اخيستې وه.

يادې لوبډلې ته په كابل هوایي ډګر کې د کرکټ بورډ چارواکو او کارکونکو سربېره د جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني او د کرکټ مینه والو لخوا تود هرکلی وشو.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود رسنیو ته وویل، ملي ۱۹ کلنې لوبډلې سيالو لوبډلو ته  په دغو سيالو كې په ستر تفاوت ماتې ورکړه او د آسیا غوره لیګ سیالیو د اتلولۍ خپلولو ترڅنګ يې ۱۹ كلنو نړیوال جام ته هم لاره وكړه.

نوموړي زیاته کړه، د ملي ۱۹ کلنو لوبغاړو بریا د ځوان افغانستان بریا ده او د کرکټ بورډ اداره به نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره دوی ته مختلفې تمریناتي موقعې برابرې كړي.

په ورته وخت كې جهادي مشر پیر سیداحمد ګیلاني د ملي نولس کلنو لوبغاړو بریا ټول افغان ملت ته یوه ویاړمنه بریا وبلله او زياته يې كړه، چې، د ځوانو لوبغاړو له بریا سره دى هم د ځوانۍ احساس کوي او ویاړي، چې د دغو پیاوړو ځوانانو په استقبالیه مراسمو کې ګډون لري.

ملي نولس کلنه لوبډله د کرکټ مینه والو په بدرګه د کابل په واټونو کې د کرکټ بورډ تر ادارې پورې بدرګه شوه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA