ads

((افغان طالبان د پاکستان پر ضد نه دي))

د ملي امنيت او بهرنيو چارو لپاره د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې دوى په دې د افغان طالبانو په وړاندې نه درېږي، چې هغوى د پاکستان پرضد نه دي. د ملي امنيت او بهرنيو چارو لپاره د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې دوى په دې د […]

نویسنده: TKG
27 لړم 1393
((افغان طالبان د پاکستان پر ضد نه دي))

د ملي امنيت او بهرنيو چارو لپاره د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې دوى په دې د افغان طالبانو په وړاندې نه درېږي، چې هغوى د پاکستان پرضد نه دي.

د ملي امنيت او بهرنيو چارو لپاره د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز وايي، چې دوى په دې د افغان طالبانو په وړاندې نه درېږي، چې هغوى د پاکستان پرضد نه دي.

نوموړي له بي بي سي سره په مركه كې وويل، دوى يوازې د هغو طالبانو په وړاندې جنگېږي، چې د پاکستان مخالف دي.

د هغه په وينا، افغان طالبان په افغانستان پورې اړه لري او دوى به هڅه وکړي، چې خبرو ته يې تيارکړي.

عزيز داهم ومنله، چې حقاني شبکې پخوا د پاکستان له خاورې فعاليت کاوه، خو وايي اوس داسې نه ده.

نوموړي دا هم وويل، چې پاکستان به هېچا ته اجازه ورنکړي، چې خاوره يې د بل پرضد وکارول شي.

سرتاج عزيز په غيرمستقيم ډول داهم تاييد کړه، چې چين به افغان سوله کې رول لوبوي او پاکستان به له دې چارې سره مرسته کوي.

هغه دا خبرې داسې مهال کړې دي، چې څو ورځې وړاندې جمهوررئيس اشرف غني پاکستان ته د سفر پرمهال د امنيت په گډون پر بېلو بېلو مسايلو له پاکستاني مشرانو سره خبرې وکړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA