په فراه كې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د ودانۍ د بنسټ ډبره د دغه ولايت د سرپرست والي محمد عمر شېرزاد لخوا کېښودل شوه. شېرزاد وايي، دغه مركز به د ۳۹ ميليونه افغانيو په لګښت، چې د عدليې وزارت د پراختيايي بودجې لخوا وركول كېږي، د ۱۸ مياشتو په موده كې جوړ شي.
په فراه كې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د ودانۍ د بنسټ ډبره د دغه ولايت د سرپرست والي محمد عمر شېرزاد لخوا کېښودل شوه.
شېرزاد وايي، دغه مركز به د ۳۹ ميليونه افغانيو په لګښت، چې د عدليې وزارت د پراختيايي بودجې لخوا وركول كېږي، د ۱۸ مياشتو په موده كې جوړ شي.
د فراه سرپرست والي زياتوي، چې دا ودانۍ پر يو جريب ځمكه په دوو پوړونو كې جوړېږي.
بايد وويل شي، چې دغه ډول مركزونه د هغو بنديانو لپاره جوړېږي، چې عمر يې له اتلسو كلونو څخه كم وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


