د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف پرون په ۷ ورځني سفر د امريکا متحده ايالاتو ته تللي؛ چېرته چې به نوموړي د دې هېواد له لوړ پوړو پوځي او دولتي چارواكو سره وګوري.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف پرون په ۷ ورځني سفر د امريکا متحده ايالاتو ته تللي؛ چېرته چې به نوموړي د دې هېواد له لوړ پوړو پوځي او دولتي چارواكو سره وګوري.
د پاکستاني پوځ مشر دا سفر داسې وخت کې کوي، چې په دې وروستيو کې يې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو وسله والو پر ضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي او بلخوا ټاكل شوې ده، چې د روان كال په پاي كې ډېر محاربوي امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.
همدارنګه جنرال راحيل شريف دا سفر وروسته له هغې کوي، چې نوموړي څو ورځې وړاندې له افغان چارواکو سره د ليدنې په هدف کابل ته راغلي و او د تېرې جمعې په ورځ جمهوررئيس اشرف غني پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له نوموړي سره وليدل او په دوه اړخيزو اړيکو يې ورسره خبرې وكړې.
پنټاګون څو ورځې مخکې په خپل رپوټ كې ويلي وو، هغه تروريستان، چې په افغانستان او هند کې تروريستي فعاليتونه ترسره کوي؛ په پاکستان کې پناه ځايونه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


