ads

بارك اوباما د امريکايي روغتياپال وژل كېدل وغندل

د امريكا جمهوررئيس بارك اوباما وروسته له هغه د امريکايي روغتياپال عبدالرحمن کسېگ وژل كېدل ومنل او ويې غندل، چې امريکايي چارواکو د داعش د وسله والو له لوري د خپرې شوې ويډيو د کره والي په اړه خپلې پلټنې بشپړې کړې. د امريكا جمهوررئيس بارك اوباما وروسته له هغه د امريکايي روغتياپال عبدالرحمن کسېگ […]

نویسنده: TKG
26 لړم 1393
بارك اوباما د امريکايي روغتياپال وژل كېدل وغندل

د امريكا جمهوررئيس بارك اوباما وروسته له هغه د امريکايي روغتياپال عبدالرحمن کسېگ وژل كېدل ومنل او ويې غندل، چې امريکايي چارواکو د داعش د وسله والو له لوري د خپرې شوې ويډيو د کره والي په اړه خپلې پلټنې بشپړې کړې.

کسېگ تېرکال هغه مهال سوريه کې ونيول شو، چې له سوري کډوالو سره د روغتيايي مرستو په هدف يې دې هېواد ته سفر وکړ.

د هغه مور او پلار په يوه ويناپاڼه کې ويلي دي، چې د خپل زوي پر کار او ژوند وياړي.

دوي غوښتنه کړې ده، چې زوي يې د يوه داسې کس په نوم ياد کړل شي، چې له سوري اړمنو سره د مرستې په لاره کې يې خپل سر قربان کړ.

د داعش ډلې له لوري په خپرې شوې وروستۍ ويډيو کې پر عبدالرحمن کسېگ سربېره د سوريې د هوايي ځواکونو د يو شمېر افسرانو د وژنې صحنه هم ښودل شوې ده.

تر ده وړاندې د داعش وسله والو څلور امريکايي او بريتانوي وگړي نيولي او وژلي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA