له هغه ځايه چې ښځه د ژوند په ډګر كې د نارينه ملاتړ او خواخوږۍ ته اړتيا لري، په همدې ډول نارينه هم دې ته اړتيا لري چې ښځه د كورنۍ د اقتصاد په سمبالښت كې د نارينه وو ترڅنګ ودرېږي او د كورنۍ اقتصاد په خپلو پښو ودروي.
له هغه ځايه چې ښځه د ژوند په ډګر كې د نارينه ملاتړ او خواخوږۍ ته اړتيا لري، په همدې ډول نارينه هم دې ته اړتيا لري چې ښځه د كورنۍ د اقتصاد په سمبالښت كې د نارينه وو ترڅنګ ودرېږي او د كورنۍ اقتصاد په خپلو پښو ودروي.
په همدې خاطر ښځې د هر هغه مثبت كار د ترسره كولو لپاره تيارې دي چې وكولاى شي د كور د نارينه په خوا كې د خپلو ماشومانو لپاره د زده كړې او ښه ژوند زمينه برابره كړي.
لاسي ګنډنې او د لاسي صنايعو جوړول هغه مثبت كار دى چې زياتره هغه ښځې چې د سواد له نعمته بې برخي دي؛ د ماشومانو د روزنې او د كور د نورو چارو د ترسره كولو ترڅنګ يې سرته رسوي.
عذرا لعلي د باميان ولايت هغه زيار كښه ښځه ده چې په دې ولايت كې يې د ښځو په مټ د لاسي ګنډنو او د پشمي جامو د جوړولو لومړنى شركت د صلصال په نوم جوړ كړى او په وينا يې تر لاس لاندې يې ۴۸ تنه بېوزلې او اړې ښځې په كار بوختې دي.
نوموړې زياتوي: (( دا ښځې له وړيو څخه خولۍ او واسكټ او له نورو ټوټو څخه سر پتلوني او بيكونه جوړوي.))
د هغې په وينا، د اړتيا وړ اومه مواد له كابل نه باميانو ته وړي.
عذرا وايي، د ښځو لپاره يې د يوه مثبت كار زمينه برابره كړې چې دې ته اړ نه شي چې چا ته د سوال لاس اوږد كړي.
عذرا د خپل كار د پيل په اړه وايي: (( په ۱۳۸۶ كال كې مې په پېښور كې له ۵ تنو نورو ښځو سره په ۵۰۰۰ افغانيو په كار پيل وكړ او په ۱۳۹۰ كال كې هېواد ته راستنه شوم، د سوداګرۍ په خونه كې راجستر شوم چې سر مايه مې ۷۰ زرو افغانيو ته رسېدلې وه.))
نوموړې له خپل كار څخه ډېره خوشاله ده او په وينا يې، تر ننه پورې يې كار ډېر ښه پرمخ ځي، د خپل كور خرڅ پخپله برابروي او څلور لكه افغانۍ يې سپما كړې دي.
عذرا د خپلو لاسي توكو لپاره د نندارتون د جوړولو په هدف زيات زيار ايستلى او د ستونزو په منلو سره يې د هېواد زياتو ولايتونو ته سفرونه كړي او ډېرې ښې لاسته راوړنې يې هم درلودې.
هغې د خپل كار د پرمختګ لپاره له هېڅ يوه بنـسټ نه مرسته نه ده ترلاسه كړې او په خبره يې، دوه كاله مخكې يوې امريكايي ښځې د دوى له شركت سره د شپږ مياشتنۍ پروژې په ترڅ كې د۱۵۰۰ ډالرو مرسته وكړه، خو كله چې ياده ښځه بېرته امريكا ته لاړه دا پروژه نيمګړې پاتې شوه.
عذرا وايي، په باميان ولايت كې د ښځو لپاره د اقتصادي فعاليتونو زمينه برابره ده او د(فايده) په نوم يو بنسټ د اقتصادي چارو په هدف ښځو ته يوه اندازه پيسې په پور وركوي.
هغه زياتوي: (( د باميان لايت د سوداګرۍ خونې چارواكي هم تل ښځې اقتصادي چارو ته هڅوي او د نندارتونونو په لار اچولو او د ښځو د امنيت په نيولو كې هڅې كوي، نو ځكه زموږ هڅې مثبتې پايلې لري.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


