ads

روزنیز سیستم مثبت ګام

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کورنیو جګړو، کمزوري اقتصادي وضعیت اونورو ستونزو له کبله د ماشومانو ښې روزنې او پالنې او په ټولییز ډول حقوقو ته لکه څنګه چې ښايي پاملرنه، نه ده شوې. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کورنیو جګړو، کمزوري اقتصادي وضعیت اونورو ستونزو له […]

نویسنده: TKG
25 لړم 1393
روزنیز سیستم مثبت ګام

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کورنیو جګړو، کمزوري اقتصادي وضعیت اونورو ستونزو له کبله د ماشومانو ښې روزنې او پالنې او په ټولییز ډول حقوقو ته لکه څنګه چې ښايي پاملرنه، نه ده شوې.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کورنیو جګړو، کمزوري اقتصادي وضعیت اونورو ستونزو له کبله د ماشومانو ښې روزنې او پالنې او په ټولییز ډول حقوقو ته لکه څنګه چې ښايي پاملرنه، نه ده شوې.

كه څه هم د هېواد د اساسي قانون د ۴۹ مادې د وروستۍ فقرې له مخې(( پر ماشومانو د كار تحميل جواز نه لري.)) خو افغان ماشومان له دغو حقوقو څخه بې برخې دي او دوی له  زياتو ګواښونو سره مخ دي، همدا غوټۍ د سبا ورځې گلان دي او زموږ راتلونکی د دوی  په لاس کې دی.

خو ماشومانو ته د ځینو روزنیزو پروګرامونو په لړ کې په دې وروستیو کې د استاد شاګردۍ روزنیز سیستم ، هغه پروګرام دی چې په ترڅ کې به ېې د بازار د شاګردانو لپاره په ښوونځيو او انستیتیوتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړولاره هواره شي .

د افغانستان د پوهنې وزارت پتیلې چې د افغانستان د کسب ګرو د اتحاديي اود آلمان د (   GIZ )  د موسسې  په مرسته  د استاد شاګردۍ دودیزه بڼه په علمي زده کړو واړوي . اوکسب ګر ماشومان او ځوانان د حرفوي ماهرینو په توګه د هیواد په اقتصاد کې ورګډ کړي .

د ښوونې او روزنې وزارت وايي: په لومړي سر کې يی د دغه پروګرام لپاره ۳۰ ملیون دالره پانګونه کړې ده چې۱۰۰۰ تنه کسب ګرشاګردان به دا زده کړې تر لاسه کړي .

د دغه پروګرام پر بنسټ به کسب ګر ماشومان او ځوانان په اوونۍ کې یو یا دوه ځلې مسلکي ښوونځيو ته ورځي څو هغه کسب چې دا مهال يي په بازار کې په زده کړې لګیا دي، په سمه او علمي توګه په ښوونځيو کې مکمل کړي .

ماشومانو زموږ په ټولنه کې  خپل درناوى او حقوق چې دوی  سخته ورته اړتیا لري لا تر اوسه نه دي تر لاسه کړي . سره له دې چې زموږ د هېواد د اساسي قانون  په ۵۴ ماده كې ويل شوي دي(( كورنۍ د ټولنې اساسي ركن دى او د دولت تر پاملرنې لاندې ده. دولت د كورنۍ او په ځانګړې توګه د مور، ماشوم د جسمي او روحي روغتيا د تامين، د ماشومانو د روزنې او د اسلام د سپيڅلي دين له احكامو سره د مغايرو رسمونو د له منځه وړولو لپاره لازم تدبېرونه نيسي.))

ماشومان د ژوند حق، د روغتیا حق، د زده کړې حق، د ناوړو استفادو او له زورزیاتي څخه په امن کې ساتنې حق، د بیان ازادۍ حق، د مالوماتو لاسته راوړلو او په مهمو پرېکړو کې د برخي درلودلوحق لري .

د افغان ماشومانو حقوقي ،ښوونې او روزنې، ټولنیز او اقتصادي ناوړه وضعیت د هرې ورځې په تېریدو سره په خرابیدو دى، په ټولییز ډول د نورو هېوادونو د ماشومانو په پر تله د افغان ماشومانو وضيعت له ستونزو ډك دى .

دا مهال په افغانستان كې لسګونه زره ماشومان د ژوند له سختو جګړیزو شرايطو سره لاس او ګرېوان دي . دوی درانده  او شاقه كارونه ترسره كوي، له زده كړوڅخه لرې ساتل شوي دي او دغه راز په ځينو مواردو كې له نور تاوتريخوالي او زور زياتي سره هم مخ كېږي، هغه ماشومان چې په زده کړه بوخت دي د دوی د زده کړو کمیت او کیفیت  تر پوښتنو، لاندې دی.

دافغان ولس شهیدانو ته په کتوسره ښایې د یتیمو ماشومانو شمېره ډیره لوړه وي تر هغې چې موږ یې اټکل کوو.  د یتیم ماشومانو او د غیر یتیم ماشومانو سره  چلند  په ټولنه کې باید د خاصو مسلکې میتودونو له لارې ترسره شي، ټولو ماشومانوته باید په درنه سترګه وکتل شي اومساوي حقوق ورته ومنل شي، تر څو د یتیمو ماشومانو د مایوسۍ پولې ړنګې شي. د افغانستان  د کوڅې ماشومانو ستونزې او همداسي د نالوستو او کارګرو ماشومانو او هغه ماشومان  چې پر دوی د ښوونځي لارې بندې شوې دي، د لومړیتوب حق لري.

په افغانستان کې د کوچني عمرونو نجونو او هلکانو ودول، درانه کارونه، د ښوونې او روزنې څخه محروم، د امنیت له لوري نه خوندیتوب  له دغو ټولو ناوړو حالاتو څخه افغان ماشومان ډیر سخت  کړیږي او  ځوریږي .

باید ووایو چې د داسې پروګرامونو په لاره اچولو سره به تر ډیره بریده د کارګرو ماشومانو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته کړي لکه چې د پوهنې  وزارت د مرستیال په وینا دغه پروګرام نه ډیروهیوادونو لکه آسترالیا ، هالند او اروپايی اتحاديې ملاتړ کړی دی  او د دې تر څنګ د آصف ننګ په وینا عربي هیوادونو هم د ۷۰ ملیون ډالرو اوږدمهاله مرستو ژمنه سپارلې ده .

اوس مهال په ټول افغانستان کې ۲۹۳ مسلکي ښوونځي او انستتیوتونه شته چې په ۷۰ رشتو کې زده کوونکي روزي .

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA