ځايي امنيتي چارواكي وايي، د پاکستان جنګي جېټ الوتکو پرون د شمالي وزيرستان په دته خېلو کې د مېشتو وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ٣٠ وسله وال وژل شوي، ګڼ شمېر ټپيان دي او د وسله والو ډېري مرکزونه هم له منځه وړل شوي دي.

ناتاييد شوي رپوټونه وايي، چې په دغو بريدونو کې ځينې بهرني وسله وال هم وژل شوي دي، خو د هويت په اړه يې لا کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
پاکستاني ځواکونو د روان کال د جون له ١٥مې نېټې په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان د مېشتو وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي.
دا عمليات وروسته تر هغې پيل شول، چې د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې بې نتيجې پاي ته ورسېدلې او طالبانو د کراچۍ پر هوايي ډګر د بريد مسووليت ومانه.
پاکستاني ځواکونه ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې يې تر دې دمه ١٢٠٠ وسله وال وژلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ