كندوز ولايت كې د ګډو ځواكونو په عملياتو ترڅ كې ۶۱ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۴۷ نور ژوندي نيول شوي دي. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ريیس ارکان تورنجنرال غلام حیدر حیدر نن په یوې خبري ناستې کې رسنیو ته وویل، د شاهين ۹ عمليات چې د ایساف ځواکونو په
كندوز ولايت كې د ګډو ځواكونو په عملياتو ترڅ كې ۶۱ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۴۷ نور ژوندي نيول شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ريیس ارکان تورنجنرال غلام حیدر حیدر نن په یوې خبري ناستې کې رسنیو ته وویل، د شاهين ۹ عمليات چې د ایساف ځواکونو په ملتيا د لړم په ۱۷ پيل شوي وو ۷ ورځې دوام وكړ.
حيدر زياته كړه، په دغو عملياتو كې ۶۱ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۴۷ نور ژوندي نیول شوي دي.
نوموړى وايي، د دې لپاره چې کندوز بېرته نا امنه نشي او د ناامنۍ مخه ونیول شي په ناامنه سیمو کې يې له ملي پولیسو سره په ګډه ۱۷ امنیتي پوستې جوړې کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د یادونې وړ ده، چې کندوز ولایت په دې وروستیو کې د سختو ناامنیو شاهد و دا چې دغه عمليات به د امنيت په راوستو كې څومره ګټور تمام شي راتلونكى به يې ځواب ووايي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


