ads

د افغانستان د ۱۹ كلنو كركټ لوبډلې كويټ ته هم ماتې وركړه

د افغانستان د ۱۹ كلنو كركټ ملي لوبډلې د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې كوربه هېواد كويټ ته هم ماتې وركړه. دغه سيالي چې نن په كويټ كې ترسره شوه، پچه يې افغان لوبډلمشر وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.     د افغانستان د ۱۹ كلنو كركټ ملي لوبډلې د […]

نویسنده: TKG
24 لړم 1393
د افغانستان د ۱۹ كلنو كركټ لوبډلې كويټ ته هم ماتې وركړه

د افغانستان د ۱۹ كلنو كركټ ملي لوبډلې د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې كوربه هېواد كويټ ته هم ماتې وركړه. دغه سيالي چې نن په كويټ كې ترسره شوه، پچه يې افغان لوبډلمشر وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.

 

 

د افغانستان د ۱۹ كلنو كركټ ملي لوبډلې د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې كوربه هېواد كويټ ته هم ماتې وركړه.

دغه سيالي چې نن په كويټ كې ترسره شوه، پچه يې افغان لوبډلمشر وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه.

افغان لوبډلې د ۴۷ اعشاريه ۴ اورونو په لوبولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۷۲ منډو هدف كېښود.

د افغان توپ وهونكو له ډلې احسان الله ۸۹ او جمعه ګل ۷۲ منډې وكړې.

سيالې لوبډلې دغه هدف پوره نشواى كړاى او په ۱۹ اعشاريه ۵ اورونو كې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۶۵ منډې وكړې.

د افغان توپوهونكو له ډلې نوين الحق ۴، محمد ظاهر او ضياء الرحمن درې، درې لوبغاړې وسوځول.

د افغانستان ۱۹ كلنې لوبډلې تراوسه له ماليزيا، عربي اماراتو، سعودي عربستان، نيپال او كوربه هېواد كويټ سره لوبې كړي، چې ټولې يې كړي دي.

د اسيا پريميرليګ سياليو كې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کويټ، سعودي عربستان، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې برخه اخلي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA