د افغانستان الف لوبډلې د پاكستان الف لوبډلې ته په ۱۵ اوريزې لوبې كې په ۵۴ منډو ماتې وركړه. دغه دوستانه لوبه چې نن د پاكستان په مركز اسلام باد كې ترسره شوه، پچه يې افغان لوبډلمشر وګټله او خپله يې د توپوهنې پرېكړه وكړه.
د افغانستان الف لوبډلې د پاكستان الف لوبډلې ته په ۱۵ اوريزې لوبې كې په ۵۴ منډو ماتې وركړه.
دغه دوستانه لوبه چې نن د پاكستان په مركز اسلام باد كې ترسره شوه، پچه يې افغان لوبډلمشر وګټله او خپله يې د توپوهنې پرېكړه وكړه.
د افغانستان الف لوبډلې د ۱۵ اورونو په لوبولو سره د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډي وكړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۱۵۵ منډو .
د افغان توپ وهونكو له ډلې نجيب الله ځدران په زړه پورې لوبه وكړه او په ۳۲ توپونو يې ۶۰ ناسوځېدلې منډې وكړې.
پاكستان په دې ونه توانېد چې د افغان لوبډلې لخوا وركړل شوى هدف پوره كړي، د ۱۵ اورونو په لوبولو سره يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۰ منډې وكړې.
دغه لوبه چې د اسلام اباد په شاليمار لوبغالي كې ترسره شوه نندارې ته يې افغان جمهور رييس محمد اشرف غني او د پاكستان صدراعظم نواز شريف هم راغلي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


