د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنه ملي لوبډله نن د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې درېيمه لوبه د سعودي عربستان له ۱۹ كلنې لوبډلې سره ترسره كوي. دغه سيالي چې نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۰ نيمې بجې پيل شوې،
د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنه ملي لوبډله نن د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې درېيمه لوبه د سعودي عربستان له ۱۹ كلنې لوبډلې سره ترسره كوي.
دغه سيالي چې نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۰ نيمې بجې پيل شوې، بچه يې افغان لوبډلمشر وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، چې د ۴۷ اعشاريه ۱ اورونو په لوبولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۶ منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۳۲۷ منډو هدف كېښود.
د افغان توپوهونكو له ډلې طارق ستانكزي ۶۷ ، راشد خان ۴۸ ، شاهدالله او وحيد الله شفق ۴۱،۴۱ منډي وكړې.
د سعودي عربستان ۱۹ كلنې لوبډلې تراوسه د ۱۲ اعشاريه ۵ اورونو په لوبولو سره د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۹ منډې كړي.
د افغان توپ وهونكو له ډلې نوين الحق تراوسه ۶ لوبغاړي سوځولي دي.
د اسيا پريميرليګ سياليو كې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کويټ، سعودي عربستان، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې برخه اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


