د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د کرنې مسلکي لیسې ودانۍ د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال محمد اصف ننګ هم شتون درلود.
د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د کرنې مسلکي لیسې ودانۍ د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال محمد اصف ننګ هم شتون درلود.
نوموړي د پټۍ پرېکولو پرمهال په خوست کې د زده کړو روان بهیر پیاوړی وباله، خو په کیفي لحاظ یې د تقویې کولو ژمنه وکړه.
ننګ دغه راز د مسلکي زده کړو پر پراخولو ټینګار وکړ، تر څو د زده کړو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي.
د نوموړي په وینا، په خوست کې به په نیږدې راتلوونکي کې د ځانګړو رشتو زده کړې زیاتې کړي.
د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعیمي په وینا، دغه وداني د پوهنې وزارت له پراختیايي بودیجې په یوه کال کې جوړه شوي ده.
نوموړی وايي، په دغې ودانۍ نیږدې ۱۴ ميلیونه افغانۍ لګښت شوی، چې په دوو پوړونو کې په اساسي ډول جوړه شوه.
نعیمي زیاته کړه، دغه ودانۍ ۲۴ خونې لري، چې ۱۶ درسي او اته نورې يې اداري خونې دي.
د یادونې وړ ده، دا مهال په خوست کې په ځانګړو برخو کې ۱۲ رشتې فعالې دي، چې په کې نارینه او ښځینه زده کونکي زده کړې کوي.
د پوهنې وزارت مسؤلین ژمنه کوي، ډېر ژر به په نورو ولسوالیو کې هم ځانګړي لیسې فعالې او ورته به د اسانتیاوو برابرولو هڅې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


