د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنه ملي لوبډله نن د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې دويمه لوبه د عربي اماراتو له ۱۹ كلنې لوبډلې سره ترسره كړه. د دغې سيالۍ پچه د افغان لوبډلمشر وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، چې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۸۹ منډې
د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنه ملي لوبډله نن د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې دويمه لوبه د عربي اماراتو له ۱۹ كلنې لوبډلې سره ترسره كړه.
د دغې سيالۍ پچه د افغان لوبډلمشر وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، چې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۸۹ منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۳۹۰ منډو هدف كېښود.
د افغان توپ وهونكو له ډلې وحيد الله شفق ۸۷ او طارق ستانكزي ۱۶۰ ناسوځېدلې منډې وكړې.
عربي اماراتو دغه هدف پوره نكړاى شو او په ۳۱ اعشاريه ۳ اوور كې د ۸۳ منډو په كولو سره ټول وسوځېدل.
د افغان توپ اچونكو له ډلې نوين الحق ۴، راشد خان او شاهد الله دوه دوه لوبغاړ وسوځول.
د اسيا پريميرليګ سياليو كې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کويټ، سعودي عربستان، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې برخه اخلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


