ناامني او بې کاري افغانان له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي، حتی تر دې چې یو شمېر افغانان د خپل کور کلي پرېښودو ته اړ باسي. له لویه سره ناامني د دې سبب شوې ده چې بې کاري پراختیا ومومي او دا بلا بیا نورې بلاوې رازېږوي چې د ناامنيو په خوریدو کې ډېر اغېزناک تمامېږي.
ناامني او بې کاري افغانان له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي، حتی تر دې چې یو شمېر افغانان د خپل کور کلي پرېښودو ته اړ باسي.
له لویه سره ناامني د دې سبب شوې ده چې بې کاري پراختیا ومومي او دا بلا بیا نورې بلاوې رازېږوي چې د ناامنيو په خوریدو کې ډېر اغېزناک تمامېږي. په داسې يو حالت کې د ځان د خوندي پاتې کېدو په نسبت باور له منځه ځي او له مجبوره د کډوالۍ سختو شېبو ته ځان سپاري.
په تازه پېښو کې ویل شوي چې د ترکیې د استانبول شمالي ساحل ته نژدې د یوې بېړۍ له ډوبېدو وروسته لږترلږه ۲۴ تنه، چې ماشومان هم په کې دي، مړه شوي دي. د ترکي چارواکو په وينا په دې ۲۴ کسانو کې ۹ تنه يې افغانان دي. ترکي چارواکي دا شمېره ځکه اعلان کړې چې له بېړۍ سره يې نهه افغان پاسپورټونه موندلي دي. تر دې مخکې ویل شوي وو چې ۲۴ تنه ټول افغانان دي.
دا لومړی ځل نه دی چې افغان کډوال په سمندرونو کې د کښتیو د ډوبېدو ښکار ګرځي او خپل خوږ ژوند چې د کډوالۍ له لارې يې د بچولو هڅه کړې له لاسه ورکوي. هر کال له افغانستان د نا امنیو او بې کارۍ له امله زرګونه ځوانان او کورنۍ په غیر قانوني توګه اروپا او اسټرالیا ته د تګ هڅه کوي او ډېری يې بیا په دا ډول پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د سپټمبر په میاشت کې یوه بېړۍ، چې ۸۲ تنه افغان او سوریه وال پناه غوښتونکي په کې وو، د استانبول په شمالي ساحل کې د ترکیې ساحلي ګارډانو وژغورله.
د ډېریو نړیوالو سرچینو په قول دغه لاره بې خطره نه ده او ځیني هغه کسان چې د ډېرو ستونزو په ګاللو سره یې خپل هېوادونه پریښي وي؛ د دغې بیړۍ د سپرلیو له برخلیک سره مخامخ کیږي. ویل کېږي چې یوازې سږکال په همدغه مسیر کې تر درې زرو تنو پورې کډوالو د کښتیو په ډوبېدو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا هغه موضوع نه ده چې اروپايي هیوادونو ته تلونکي افغان کډوال به پرې خبر نه وي، خو بیا هم ورځ تربلې د داسې افغانانو په شمېر کې زیاتوالی لیدل کېږي، چې لوی علت يې هماغه په افغانستان کې دوامداره ناامني او له هغه راپېښه بیکاري ده.
که څه هم ټول افغانان د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ډېر خوشبینه وو او دا تمه ورسره وه چې کېدای شي د انتخاباتو له لارې نوی رامنځته کېدونکی حکومت به امنیت راولي او د کار روزګار لپاره به زمینه مساعدېږي. خو د ډېرې مودې لپاره د انتخاباتو جنجالې کېدو یو شمېر افغانان اندېښمن کړل، حتی تر دې چې ویل يې ښايي دا وطن یو ځل بیا د وینو په رود بدل شي. که څه هم انتخاباتي لانجو زیات وخت ونیو، خو دا تعبیر نا سم وخوت او رامنځته شوې لانجه داسې غوڅه شوه چې خلکو د راتلونکي په نسبت ډېر زیات ډاډ ترلاسه کړ.
افغان حکومت وايي چې پر يوې داسې امنيتي ستراتېژۍ کار کوي چې هر څوک په کې د فردي امنيت احساس وکړي او د امنیت د ټینګ لپاره د ټولو امنيتي ارګانونو په کچه همغږي رامنځته شي.
که افغانان پخپل وطن کې خپل ځان خوندي ومومي او د کار زمینه ورته مساعده وي، هیڅکله هم په داسې حال کې چې پوهېږي کډوالي له خطرونو خالي نه ده، خپل ځان د خطرونو بلاوو ته نه سپاري.
تمه کېږي، نوی افغان حکومت چې د کابینې د جوړولو په حال کې دی، دغه مهمې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او داسې کسانو ته د چارو واګي وسپاري چې ولس ته د امن او کار ډاډ ورسره نغښتی وي. که افغانان کار او روزګار ولري هیڅکله هم د خپل وطن پرېښودلو په نورو ملکونو د ذلت ژوند تېرولو ته زړه نه ښه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


