ads

د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنې لوبډلې ماليزيا ته ستره ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنې ملي لوبډلې نن د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې ماليزيا ته ستره ماتې وركړه. د دغې سيالۍ پچه د ماليزيا لوبډلې وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، خو افغان توپ اچونكو ډېرو منډو ته پرېنښودل.     د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنې ملي لوبډلې […]

نویسنده: TKG
18 لړم 1393
د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنې لوبډلې ماليزيا ته ستره ماتې وركړه

د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنې ملي لوبډلې نن د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې ماليزيا ته ستره ماتې وركړه. د دغې سيالۍ پچه د ماليزيا لوبډلې وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، خو افغان توپ اچونكو ډېرو منډو ته پرېنښودل.

 

 

د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنې ملي لوبډلې نن د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې ماليزيا ته ستره ماتې وركړه.

د دغې سيالۍ پچه د ماليزيا لوبډلې وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، خو افغان توپ اچونكو ډېرو منډو ته پرېنښودل.

د ماليزيا لوبډلې د ۳۶ اعشاريه ۱ اورونو په لوبولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۱ منډې وكړې او افغانستان ته يې د ۱۰۲ منډو هدف كېښود.

افغان توپ اچوونكو له ډلې راشد خان ۶، نوين الحق ۲ او مسلم موسى ۱ لوبغالى وسوځاوه.

د افغانستان د كركټ ۱۹ لوبغاړو له ډلې د پيل لوبغاړو ښه لوبه وكړه او دغه هدف يې په ۹ اعشاريه ۳ اورونو كې پوره او سيالې لوبډلې ته يې په لسو ويكټو ماتې وركړه.

د افغان لوبډلې له ډلې حضرت الله ځاځي ۶۶ او شاهدالله ۳۳ ناسوځېدلې منډې وكړې.

ټاكل شوې وه، چې دا لوبې وړمه ورځ پيل شي او افغانستان خپله لومړۍ لوبه له كوربه هېواد كويټ سره ترسره كړي، خو د كويټ هېواد له لورې د پنځو هېوادونو لوبډلو ته په وخت د ويزو نه وركولو له كبله دغه لوبې وځنډېدې او مهالوېش يې له سره جوړ شو.

د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك وايي، هيله من دي، چې افغان لوبډله به په دې سياليو كې ښې لاسته راوړنې ولري.

د اسيا پريميرليګ سياليو كې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کويټ، سعودي عربستان، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې برخه اخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA