ads

افغان ۱۹ كلنه لوبډله نن له ماليزيا سره لوبه كوي

د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنه ملي لوبډله نن د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې لومړۍ لوبه د ماليزيا ۱۹ كلنې لوبډلې سره ترسره كوي. د دغې سيالۍ پچه د ماليزيا لوبډلې وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، چې تراوسه يې د ۱۲ اعشاريه ۴ اورونو په لوبولو سره د ۳ […]

نویسنده: TKG
18 لړم 1393
افغان ۱۹ كلنه لوبډله نن له ماليزيا سره لوبه كوي

د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنه ملي لوبډله نن د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې لومړۍ لوبه د ماليزيا ۱۹ كلنې لوبډلې سره ترسره كوي. د دغې سيالۍ پچه د ماليزيا لوبډلې وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، چې تراوسه يې د ۱۲ اعشاريه ۴ اورونو په لوبولو سره د ۳ لوبغاړو په

 

 

د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنه ملي لوبډله نن د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې لومړۍ لوبه د ماليزيا ۱۹ كلنې لوبډلې سره ترسره كوي.

د دغې سيالۍ پچه د ماليزيا لوبډلې وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، چې تراوسه يې د ۱۲ اعشاريه ۴ اورونو په لوبولو سره د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۴۰ منډې كړې دي.

ټاكل شوې وه، چې دا لوبې وړمه ورځ پيل شي او افغانستان خپله لومړۍ لوبه له كوربه هېواد كويټ سره ترسره كړي، خو د كويټ هېواد له لورې د پنځو هېوادونو لوبډلو ته په وخت د ويزو نه وركولو له كبله دغه لوبې وځنډېدې او مهالوېش يې له سره جوړ شو.

د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك وايي، هيله من دي، چې افغان لوبډله به په دې سياليو كې ښې لاسته راوړنې ولري.

د اسيا پريميرليګ سياليو كې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کويټ، سعودي عربستان، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې برخه اخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA