ads

په كويټ كې د كركټ سيالۍ سبا پيلېږي

ټاكل شوې ده، چې سبا په كويټ كې د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو د كركټ د ۱۹ كلنو لوبډلو د اسيا پريميرليګ سيالۍ پيل شي. ټاكل شوې وه، چې دا لوبې پرون پيل شي او افغانستان خپله لومړۍ لوبه له كوربه هېواد كويټ سره ترسره كړي، خو د كويټ هېواد له لوري د […]

نویسنده: TKG
17 لړم 1393
په كويټ كې د كركټ سيالۍ سبا پيلېږي

ټاكل شوې ده، چې سبا په كويټ كې د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو د كركټ د ۱۹ كلنو لوبډلو د اسيا پريميرليګ سيالۍ پيل شي. ټاكل شوې وه، چې دا لوبې پرون پيل شي او افغانستان خپله لومړۍ لوبه له كوربه هېواد كويټ سره ترسره كړي، خو د كويټ هېواد له لوري د پنځو هېوادونو

ټاكل شوې ده، چې سبا په كويټ كې د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو د كركټ د ۱۹ كلنو لوبډلو د اسيا پريميرليګ سيالۍ پيل شي.

ټاكل شوې وه، چې دا لوبې پرون پيل شي او افغانستان خپله لومړۍ لوبه له كوربه هېواد كويټ سره ترسره كړي، خو د كويټ هېواد له لوري د پنځو هېوادونو لوبډلو ته په وخت د ويزو نه وركولو له كبله دغه لوبې وځنډېدې او مهالوېش يې له سره جوړ شو.

د افغانستان د كركټ د ۱۹ كلنو ملي لوبډله پرون په دې سياليو کې د ګډون لپاره کويټ ته  لاړه او سبا به خپله لومړۍ لوبه د ماليزيا له لوبډلې سره ترسره كړي.

د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك وايي، هيله من دي، چې افغان لوبډله به په دې سياليو كې ښې لاسته راوړنې ولري.

د اسيا پريميرليګ سياليو كې د افغانستان په ګډون د کوربه هېواد کويټ، سعودي عربستان، نيپال، ماليزيا او د متحده عربي اماراتو د ١٩ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې برخه اخلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA