قبايلي سيمې مومند اېجنسۍ کې دوو چاودنو د امن لښكر د مشر د زوى په ګډون ۶ تنه ووژل او ۳ نور يې ټپيان كړل. د راپورونو له مخې دغه چاودنې پرون د مومند ايجنسۍ چيناري سيمې كې شوي.
قبايلي سيمې مومند اېجنسۍ کې دوو چاودنو د امن لښكر د مشر د زوى په ګډون ۶ تنه ووژل او ۳ نور يې ټپيان كړل.
د راپورونو له مخې دغه چاودنې پرون د مومند ايجنسۍ چيناري سيمې كې شوي.
يوه ځايي چارواكي چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې دواړه چاودنې د ريموټ كنټرول پرمټ شوي او په كې په نښه شوي موټر په مكمل ډول له منځه تللي.
د سرچينې په وينا، لومړۍ چاودنه د امن لښكر د مشر دارا خان پر موټر وشوه، خو خپله دارا خان په موټر كې نه و.
نوموړي زياته كړ، كله چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول كېدل بله چاودنه وشوه.
د ياد چاروكي په وينا، په دواړو پېښو كې د دارا خان د زوى په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.
د دغو چاودنو پړه د پاكستاني طالبانو تحريك پرغاړه اخيستې ده.
دا په څو اونيو كې د امن لښكر په رضاكارانو دويمه چاودنه ده – تر دې وړاندې د اكتوبر په ۱۵ مې ګندارو سيمې كې د امن لښكر پر پوستې بريد كې يو تن وژل شوى و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


