د لغمان ولایت په مركز مهترلام كې د رغونې د ۴۸ بېلابېلو ټولګټو پروژو، چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. چارواکي وایي پریادو پروژو ۵۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.
د لغمان ولایت په مركز مهترلام كې د رغونې د ۴۸ بېلابېلو ټولګټو پروژو، چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
چارواکي وایي پریادو پروژو ۵۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک کلید ته وویل، چې د مرستیال والي جمعیت الله حمیدي له لورې د ۳۶ شوراګانو هغه ۴۸ پروژې چې چارې یې د درې کلونو په موده کې بشپړې شوې وې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ځواک وویل دغه پروژې چې پلچکونه، د لارو او کوڅو جوړول، د څښاک د اوبو څاګانې، د جرګو تالارونه، محافظوي او استنادي دېوالونه او کوچني کانالونه په کې شاملې دي د مرکز مهترلام اړوند په ۳۷ کلیو کې ترسره شوې.
د نوموړي په وینا په یادو پروژو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د ملي پیوستون پروګرام ۵۲ او د ولسونو ۶ میلیونه افغانۍ لښګت راغلی.
ملي پيوستون د کلیو پراختیا او بیارغوني وزارت هغه پروګرام دی، چې له ولسونو سره په ګډه او د هغوى په خوښه د کلیو د رغونې لپاره کار کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

