اوکرايني چارواکو نن سهار وويل، چې لږ تر لږه ۳۲ روسي ټانکونه له ختيځې څنډې اوکراين ته ننوتي دي. د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دغه ټانکونه وروسته له هغې اوکراين ته داخل شوي، چې په ختيځ اوکراين کې په تازه نښتو کې ۳۶ تنو ته مرګ
اوکرايني چارواکو نن سهار وويل، چې لږ تر لږه ۳۲ روسي ټانکونه له ختيځې څنډې اوکراين ته ننوتي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دغه ټانکونه وروسته له هغې اوکراين ته داخل شوي، چې په ختيځ اوکراين کې په تازه نښتو کې ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
رپوټونه وايي، چې د دغو ټانکونو ترڅنګ يو شمېر زغره وال موټر هم تر سترګو شوي، چې د اوکراين خاورې ته د ننوتلو په حال کې وو.
د اوکراين په ختيځو لوهانسک او دونڅک سيمو كې وروسته له هغې حالات کړکېچن شول، چې د روس پلوه بېلتون غوښتونکو لخوا تر ټاکنو وروسته اوکرايني ځواکونو پرې تازه بريدونه پيل کړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


