ads

امريكا د افغان مېرمنو د ظر فيت لوړولو لپاره مرسته وكړه

امريكا د افغان مېرمنو د ظرفيت لوړولو لپاره د افغانستان او امريكا د شراكت ترنامه لاندې د دوه سوه شپاړس ميليونه امريكايي ډالرو مرسته وكړه. د افغان مېرمنو د ظرفيت د لوړولو ياده پروژه چې ټولټال لګښت يې دوه سوه شپاړس ميليونه امريكايي ډالره كيږي او په دې لګښت سره به د هېواد په   […]

نویسنده: TKG
17 لړم 1393
امريكا د افغان مېرمنو د ظر فيت لوړولو لپاره مرسته وكړه

امريكا د افغان مېرمنو د ظرفيت لوړولو لپاره د افغانستان او امريكا د شراكت ترنامه لاندې د دوه سوه شپاړس ميليونه امريكايي ډالرو مرسته وكړه. د افغان مېرمنو د ظرفيت د لوړولو ياده پروژه چې ټولټال لګښت يې دوه سوه شپاړس ميليونه امريكايي ډالره كيږي او په دې لګښت سره به د هېواد په

 

 

امريكا د افغان مېرمنو د ظرفيت لوړولو لپاره د افغانستان او امريكا د شراكت ترنامه لاندې د دوه سوه شپاړس ميليونه امريكايي ډالرو مرسته وكړه.

د افغان مېرمنو د ظرفيت د لوړولو ياده پروژه چې ټولټال لګښت يې دوه سوه شپاړس ميليونه امريكايي ډالره كيږي او په دې لګښت سره به د هېواد په بېلابېلو ولايتونو كې پنځه اويا زره مېرمنې وروزل شي، د شنبې په ورځ په كابل كې د افغان جمهوررييس، په كابل كې د امريكا د سفير، يو ايس اې اى ډي د مشر او يو شمېر نورو دولتي چارواكو په ګډون پرانيستل شوه.

افغان جمهوررييس محمداشرف غني د نوموړې پروژې د پرانستې په غونډه كې وويل، د افغان حكومت لپاره د ښځو مشاركت ډير ارزښت لري، د نوموړي په خبره دوى به د دې پروژې په ترڅ كې د مديريت، اقتصاد، ښځو د حقونو او په حكومت كې د هغوى د ونډې په اړه مېرمنې وروزي.

جمهوررييس غني په همدې حال كې وايي د دې پروژې مشري د امريكايانو په لاس كې ده نو دى غواړي چې د دې پروژې د يوې برخې مسؤوليت افغانانو ته وسپارل شي.

نوموړى په ورته وخت كې وايي چې د يادې پروژې لپاره ځانګړې شوې پيسې بايد په رڼه او اغيزمنه توګه ولګول شي.

د همدې پروژې په اړه د امريكا جمهوررييس بارك اوباما هم خپل ويډيويي پيغام راليږلى وو او په ياد پيغام كې يې د افغان مېرمنو پرمختګ او په مختلفو برخو كې د هغوى لاسته راوړنې ستايلې وې.

اوباما دغه راز په خپلو خبرو كې ژمنه وكړه چې دوى به له افغان مېرمنو سره د پياوړتيا او پرمختګ په برخو كې خپلو مرستو ته دوام وركوي.

بلخوا د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د جمهوررييس اشرف غني مېرمنې رولا غني په كابل كې د امريكا له سفير جيمز كننګهم سره په يوې ګډې خبري غونډې كې د افغان مېرمنو لاسته راوړنې او پرمختګ وستايه.

نوموړې زياته كړه چې لاهم افغان مېرمنې ډېرې ستونزې لري چې بايد ورته پام وشي.

د افغان مېرمنو د ظرفيت لوړولو پروژه چې دوه اعشاريه شپاړس ميليونه امريكايي ډالر كيږي د پنځو كلونو په اوږدو كې د هېواد په پنځو لويو ولايتونو كې د افغان مېرمنو د ظرفيتونو په لوړولو ولګول شي.

په همدې حال كې د امريكا د پراختيايي ادارې يو ايس اې اى ډي مشر راجيف شاه وويل چې دا د امريكا په تاريخ كې په ټوله نړۍ كې لويه پروژه ده.

نوموړي زياته كړه چې د يادې پروژې په ترڅ كې به پنځه اويا زره مېرمنې د اقتصاد، سوداګرۍ، حكومتدارۍ او نورو برخو كې وروزل شي.

راجيف شاه په ورته وخت كې ژمنه وكړه چې د دوى يادې بلا عوضه مرستې به لسيزې دوام وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA