په كويټ كې د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو د كركټ د ۱۹ كلنو لوبډلو د اسيا پريميرليګ سيالۍ وځنډېدې. ټاكل شوې وه، چې افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه له كوربه هېواد كويټ سره ترسره كړي، خو د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك وايي، د كويټ هېواد له لوري د پنځو
په كويټ كې د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو د كركټ د ۱۹ كلنو لوبډلو د اسيا پريميرليګ سيالۍ وځنډېدې.
ټاكل شوې وه، چې افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه له كوربه هېواد كويټ سره ترسره كړي، خو د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك وايي، د كويټ هېواد له لوري د پنځو هېوادونو لوبډلو ته په وخت د ويزو نه وركولو له كبله دغه لوبې وځنډېدې او مهالوېش به يې له سره جوړېږي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان د كركټ د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې په لاهور كې د پاكستان د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې نه د لوبو لړۍ وګټله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


