ads

د هند او پاکستان پر پوله د تشريفاتي ګارد مراسم نه دي ځنډول شوي

د وړمې ورځ له ځانمرګي بريد وروسته، چې د نږدې شپېتو کسانو د مرګ سبب شو، پاکستان او هند د واګه پر پوله د تشريفاتي ګارد او بيرغ بدلولو مراسم نه دي ځنډولي. د وړمې ورځ له ځانمرګي بريد وروسته، چې د نږدې شپېتو کسانو د مرګ سبب شو، پاکستان او هند د واګه پر […]

نویسنده: TKG
13 لړم 1393
د هند او پاکستان پر پوله د تشريفاتي ګارد مراسم نه دي ځنډول شوي

د وړمې ورځ له ځانمرګي بريد وروسته، چې د نږدې شپېتو کسانو د مرګ سبب شو، پاکستان او هند د واګه پر پوله د تشريفاتي ګارد او بيرغ بدلولو مراسم نه دي ځنډولي.

د وړمې ورځ له ځانمرګي بريد وروسته، چې د نږدې شپېتو کسانو د مرګ سبب شو، پاکستان او هند د واګه پر پوله د تشريفاتي ګارد او بيرغ بدلولو مراسم نه دي ځنډولي.

تر دې وړاندې هندي چارواکو ويلي وو، چې پوله ساتو امنيتي ځواکونو د پاکستان په غوښتنه په دغه پېښه کې وژل شوو کسانو ته د درناوي په تړاو دغه مراسم تر درېيو ورځو ځنډولي دي.

خو وروسته بيا دواړه هېوادونه په دې سلا شول، چې ورځني مراسم دې په عادي ډول ترسره شي.

د پاکستان په خاوره کې سرحدي سيمې ته څېرمه وړمه ورځ د پلټنې له پوستو سره بم چاودنه وشوه، چې له کبله يې نږدې ۶۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

پاكستاني طالبانو د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى، خو تر دې مخكې له پاکستاني طالبانو له ډلې څخه بېلې شوې ډلې جندالله هم د دغه بريد پړه منلې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA