ads

تركيه كې د بېړۍ د اوښتو له كبله د يو شمېر افغانانو په ګډون ۲۴ تنه مړه شوي

رپوټونه وايي، چې د ترکيې د مرکزي ښار استانبول په شمالي ساحل کې پرون د کډوالو د بېړۍ اوښتو له كبله د يو شمېر افغانانو په ګډون ۲۴ كډوال مړه شوي دي. رپوټونه وايي، چې د ترکيې د مرکزي ښار استانبول په شمالي ساحل کې پرون د کډوالو د بېړۍ اوښتو له كبله د يو […]

نویسنده: TKG
13 لړم 1393
تركيه كې د بېړۍ د اوښتو له كبله د يو شمېر افغانانو په ګډون ۲۴ تنه مړه شوي

رپوټونه وايي، چې د ترکيې د مرکزي ښار استانبول په شمالي ساحل کې پرون د کډوالو د بېړۍ اوښتو له كبله د يو شمېر افغانانو په ګډون ۲۴ كډوال مړه شوي دي.

رپوټونه وايي، چې د ترکيې د مرکزي ښار استانبول په شمالي ساحل کې پرون د کډوالو د بېړۍ اوښتو له كبله د يو شمېر افغانانو په ګډون ۲۴ كډوال مړه شوي دي.

په بېړۍ کې شاوخوا ۴۰ کسان سپاره وو، چې ډېري يې افغانان او د سوريې کډوال وو او غوښتل يې اروپايي هېواد رومانيا ته لاړ شي.

د ترکيې سمندري ځواکونو ويلي، چې په دې پېښه کې ۲۴ تنه مړه شوي، ۷ تنه يې ژغورلي او شاوخوا لس ته نور لادركه دي.

ويل کېږي، چې په مړو شويو كسانو كې يو شمېر ښځې او  ١٢ ماشومان هم شامل دي.

ترکي چارواکو ويلي، د پېښې په ځای کې د ۹ تنو افغانانو پاسپورټونه موندل شوي دي.

مخکې ويل شوي وو، چې ټول مړه شوي كډوال افغانان دي.

دوه مياشتې مخکې هم ترکي سمندري ځواکونو يوه کشتۍ له ډوبېدو ژغورلې وه، چې پکې ډېری غير قانوني افغان کډوال سپاره وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA