ads

په ولایتي شوراګانو کې د ښځو ونډه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له څه باندې شپږ میاشتني ځنډ وروسته د ولایتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني وويل چې د ولایتي شوراګانو د ټاكنو په وروستيو پایلو کې د ټولټال ۲۵۰۰ کاندیدانو په ډله کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له څه باندې شپږ […]

نویسنده: TKG
11 لړم 1393
په ولایتي شوراګانو کې د ښځو ونډه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له څه باندې شپږ میاشتني ځنډ وروسته د ولایتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني وويل چې د ولایتي شوراګانو د ټاكنو په وروستيو پایلو کې د ټولټال ۲۵۰۰ کاندیدانو په ډله کې

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له څه باندې شپږ میاشتني ځنډ وروسته د ولایتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني وويل چې د ولایتي شوراګانو د ټاكنو په وروستيو پایلو کې د ټولټال ۲۵۰۰ کاندیدانو په ډله کې یوازې  ۴۵۸ تنه په دې توانېدلي چې د ۳۴ ولایتونو د ولایتي شورا ګانو لپاره بریالي شي.

نوموړي زیاته کړه چې په ۴۵۸ تنو بریالي شویو کاندیدانو کې ۹۷  ښځې او ۳۶۱ تنه نارینه شامل دي.

د افغاني ټولنې په سیاسي جوړښت کې د ښځو ونډه د بحث او پام وړ موضوع ده چې د بېلابېلو بنسټونو په تېره بیا مدني ټولنو او سیاسي اړخونو لخوا مطرح کيږي.

د تېرو کلونو په پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې د ښځو ونډې نه یوازې افغانانو، بلکې ټولو نړیوالو ته دا په ګوته کړه چې افغانې ښځې هم د دې وړتیا لري چې د سیاست ډګر ته راودانګي او د هېواد په سیاسي چارو د بېلګې په توګه په پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې چې د خلکو د استازيتوب ښکارندويي کوي، د نارینه وو ترڅنګ ودریږي.

که څه هم تېرې ټاکنې له ستونزو او ځینو لوړو او ژورو سره مخ وې، ځکه چې په افغانستان کې د ټاکنو مسئله نوې ده، خو قوانین ورته وضع شوي او باید همدا قوانین د دې پروسې د بریا او اعتبار ضامن پاتې شي .

په هېواد کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د بهیر اوږدېدل او ټاکنیزې شخړې، د شخړو د هواري لپاره ناکامې او بریالۍ هڅې او د ستونزو او شخړو هواری له قانوني او غیر قانوني لارو ټول افغان ملت په خپلو سترګو ولیدل.

د یادولو ده چې د تېرو ټاکنو د ځنډېدو یو علت هم د ولسمشرۍ له ټاکنو سره د ولایتي شوراګانو د ټاکنو ګډون و، دا ځکه چې د ولایتي شوراګانو کاندیدانو ځانونو ته په نا قانونه توګه د صندوقونو ډکولو لپاره حتی ساحوي ناظمان اخيستي وو.

خو له بده مرغه ډېری وخت د دغو درغلیو او خیانتونو قرباني بیا ښځې وي، ځکه دوی صادقې دي او نه غواړي له چا سره معامله وکړي.

خو په هر صورت ښځو د هغې لېوالتيا له كبله چې يې درلوده په دې هڅه كې شوې چې په دواړو ټاكنو كې سره له ډول، ډول ستونزو دې ته حاضرې شي چې په دغه پروسه كې خپله ونډه ترسره كړي او په دې توګه يې د افغان رنځېدلو ښځو د خدمت په خاطر مټې راونغښتې، خو له بده مرغه بيا هم د نارينه وو له غاصبانه كړنو سره مخ شوې او دا دى ګورو چې كمې څوكۍ  یې ترلاسه كړې دي. زموږ په ټولنه كې تل د ښځو حقونه د نارينه وو لخوا تر پښو لاندې كيږي.

ښځې، د ټولنې نيمه برخه جوړوي، له همدې كبله د ټولنې د نيمې برخې په كچه د ټولنې په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برخو كې د ګډون حق لري. دا هغه څه دي چې هم انسانيت او هم د هېواد اساسي قانون په څرګند ډول هغه ته حكم كوي. خو له بده مرغه د ځينو دلايلو له كبله د دغو دوو انساني او قانوني اصلونو مطابق زموږ په هېواد كې عمل نه كيږي، په ټاكنو كې نه جنس، نه سن او نه بل څه ارجحيت لري، بلكې په عام ډول ويل كيږي د ټولنې هر غړى چې قانوني سن ته رسېدلى وي، نارينه وي او كه ښځينه كولى شي يو څوك وټاكي او هم وټاكل شي چې دا په خپله د ډيموكراسۍ له منل شوو اصلونو څخه دى.

نن سبا ګورو، په هغو ټولنو او هېوادونو كې چې پرمختللي دي، ښځو ته په هره سياسي، ټولنيزه او اقتصادي برخه كې د نارينه وو په څېر يو ډول ونډه وركړل شوې او له همدې كبله هم دي چې دغه ټولنې پر مختللې دي او د نارينه او ښځو ترمنځ  د مساواتو په برخه كې كومه ستونزه نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA