ads

د ښځو لپاره د سلا مشورو ټيليفوني شمېره

د افغان ښځو شبكې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د كمېدو او د ښځو لپاره د سلا مشورو په هدف ۳۴۳۴ ټيليفوني شمېره رامنځته كړې ده. د دې شمېرې له لارې به له تاوتریخوالي سره مخ شوې ښځې د ټيليفون پر كرښه حقوقي مشورې ترلاسه کړي. د افغان ښځو شبكې د ښځو په وړاندې […]

نویسنده: TKG
11 لړم 1393
د ښځو لپاره د سلا مشورو ټيليفوني شمېره

د افغان ښځو شبكې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د كمېدو او د ښځو لپاره د سلا مشورو په هدف ۳۴۳۴ ټيليفوني شمېره رامنځته كړې ده. د دې شمېرې له لارې به له تاوتریخوالي سره مخ شوې ښځې د ټيليفون پر كرښه حقوقي مشورې ترلاسه کړي.

د افغان ښځو شبكې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د كمېدو او د ښځو لپاره د سلا مشورو په هدف ۳۴۳۴ ټيليفوني شمېره رامنځته كړې ده.

د دې شمېرې له لارې به له تاوتریخوالي سره مخ شوې ښځې د ټيليفون پر كرښه حقوقي مشورې ترلاسه کړي.

۳۴۳۴ ټيليفوني شمېره د افغان ښځو د شبکې له خوا د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې يا (UNDP) په مرسته فعاله شوې ده.

د دې شمېرې د فعالولو هدف دا دى چې افغان ښځې د ورسره شوي تاوتريخوالي په اړه له حقوقپانو سره خبرې وکړي او لازمې حقوقي مشورې ترلاسه کړي .

که څه هم دا شمېره دوه کاله مخكې فعاله شوې او د یوه کال لپاره يې د هېواد په يو شمېر سيمو كې ښځو ته د ټيليفون له لارې حقوقي مشورې ورکولې، خو د ښځو شبکې وپتیله چې دا ټيليفوني كرښه نوره هم پراخه کړي، ترڅو د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ښځې د ټيليفون له لارې حقوقي مشورې ترلاسه کړي .

د افغان ښځو د شبکې اجرايوي مشره حسینه صافۍ وایي، د راتلونکو دریو اونیو په اوږدو کې به دا شمېره د هېواد په ټولو ولايتونو كې فعاله شي .

هغې زياته كړه: (( د دې ټيليفوني شمېرې له لارې ښځو ته پوهاوى او حقوقي مشورې هم وركول كېږي، ترڅو ښځې وپوهېږي كوم كار چې كوي حقوقي او په ټولنه كې منل شوى دى او كنه؟))

په افغاني ټولنه کې د کم عمره نجونو ودونه او یا يې په زوره ودول کلکې ریښې لري چې دا کار د ډېرى نجونو په نارضایتۍ کې کېږي.

حسینه صافۍ وايي، نجونې كولى چې د ۳۴۳۴ شمېرې له لارې له حقوقي كارپوهانو مشوره واخلي.

دا ګام په داسې حال كې پورته كېږي چې په افغاني ټولنه كې ښځې او نجونې له سخت  کورني او ټولنیز تاوتریخوالي سره مخ دي. همدارنګه دوى له قوانينو او خپلو حقونو نه د ناخبرۍ له كبله ډېرى وخت د تاوتريخوالي ښكار كېږي.

ښځې او نجونې په سختګیره کورنیو کې د ژوند له كبله نشي کولاى ځانونه له خپلو حقونو خبر او يا هم د ورسره كېدونكي تاوتريخوالي په اړه خپل غږونه پورته كړي.

ډېرى افغانان په دې باور دي چې په تېرو ۱۳ کلونو کې له افغان ښځو سره د مرستو په نوم  له بهرنیو مرسته کوونکو څخه ډېرې پيسې اخيستل شوي، خو لا هم له تاوتريخوالي سره مخ ښځو ته لازمې مرستې نه دي رسېدلي.

بلخوا د ښځو د حقونو ځینې فعالانې وايي، د دې ډول ټيليفوني شمېرو رامنځته كولو په ټوله نړۍ كې مثبتې پايلې لرلي او په افغانستان كې به هم دا ګام مثبت وي.

د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاده شهلا فرید د دې كار د ګټور ثابتېدو لپاره شرط وړاندې وركوي: (( دا به یو ګټور ګام وي، خو په دې شرط چې د ښځو شبکه وکړاى شي  دا پروژه خلکو ته سمه معرفي کړي او د دغه کار لپاره خپل هدفونه افغانانو ته روښانه كړي.))

د هغې په وينا، دا يوه افغاني پروژه ده او د افغان ښځو شبكه غواړي چې له دې لارې له خپلو هېوادوالو ښځو سره مرسته وكړي، ځکه که دا کار ونشي، نو د افغانستان دودیزه ټولنه به يې په مشکل ومني.

شهلا فريد وايي، په دغه كار سره به د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو کچه راټیټه شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) استازى غلام اسحاق حسن بیا وايي، دا چې ښځې په افغانستان کې عدلي او قضايي ارګانونو ته لاسرسى نه لري، نو د افغان ښځو شبكې دا ابتكار به د ښځو ستونزې يو څه حل كړي او په وينا يې، دوى به هم ورسره همكار وي.

کارپوهان په دې باور دي چې د دې ټیليفونې شمېرې له لارې مشوره ورکوونکي باید حقوق پوهان او د ښځو په حقونو پوه کسان وي، څو د تاوتریخوالي کمولو لپاره دا كار تر ډېره بریده اغېزمن ثابت شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA