د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې د احمد شاه ابدالي د څلور ورځنيو لوبو څلورمه لوبه تېره ورځ د مس عينک او آمو لوبډلو ترمنځ برابره پاى ته ورسېده. د دې لوبې پچه د آمو لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د مس عينک لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې د احمد شاه ابدالي د څلور ورځنيو لوبو څلورمه لوبه تېره ورځ د مس عينک او آمو لوبډلو ترمنځ برابره پاى ته ورسېده.
د دې لوبې پچه د آمو لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د مس عينک لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د مس عينک لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۶۳ منډې جوړې کړې، خو د آمو لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۵۴ منډې جوړې کړې.
د مس عينک توپوهونکو په دويمه پاڼۍ کې بيا هم ښه لوبه وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو يې ۳۸۲ منډې يې جوړې کړې او د آمو لوبډلې بيا د توپوهنې په دويمه پاڼۍ کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډې جوړې او لوبه يې برابره پاي ته ورسوله.
د سيالۍ غوره لوبغاړي حشمت الله شهيدي د كركټ بورډ د مرستيال اجرايوي رئيس دوست محمد نظري لخوا خپله جايزه ترلاسه کړه.
د هېواد د پنځونو زونونو ترمنځ دا څلور ورځنۍ لوبې، چې د تلې په ۲۷مه نېټه پيل شوي، ٤١ ورځې به دوام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

