د ملگرو ملتونو يو تازه رپوټ وايي، تراوسه پورې د څه دپاسه ۸۰ هېوادونو ۱۵۰۰۰ كسان په سوريې او عراق كې له داعش ډلې او نورو جهادي جنگياليو سره يوځاى شي دي.
د ملگرو ملتونو يو تازه رپوټ وايي، تراوسه پورې د څه دپاسه ۸۰ هېوادونو ۱۵۰۰۰ كسان په سوريې او عراق كې له داعش ډلې او نورو جهادي جنگياليو سره يوځاى شي دي.
د ملگرو ملتونو امنيت شورا ته سپارل شوى دغه رپوټ، په ملگرو ملتونو کې هغې کمېټې، چې القاعدې پورې تړلې مسئلې څېړي رپوټ برابر کړى دى.
رپوټ وايي، د داعش ډلې ډېرى بهرني غړي د اسلامي هېوادونو وگړي دي، چې ٣٠٠٠يې د تونس او ٥٠٠ يې د سعودي عربستان دي.
روسيه هغه غير اسلامي هېواد دى، چې ٨٠٠ کسان ترې عراق او سوريې کې له داعش او نورو جهادي ډلو سره يوځاى شوي دي.
ملگري ملتونه وايي، داسې شواهد په لاس لري، چې جهاديان د بم جوړولو له نويو تخنيکونو سره سوريې او عراق ته ورغلي او له توپيرونو سره سره د داعش او القاعدې ستراتيژيک هدفونه يو شان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


