د افغانستان د كركټ د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې پرون په لاهور كې د پاكستان د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې ته په درېيمه او وروستۍ لوبه كې په ماتې وركولو سره د دې لوبو لړۍ وګټله.
د افغانستان د كركټ د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې پرون په لاهور كې د پاكستان د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې ته په درېيمه او وروستۍ لوبه كې په ماتې وركولو سره د دې لوبو لړۍ وګټله.
د پرونۍ ۴۵ اوريزې لوبې پچه د پاكستان لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وركړه.
د افغانستان د كركټ د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې په ټاکل شويو ۴۵ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۳ منډې وکړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه، خو د پاكستان ټوله لوبډله په ۴۱ اعشاريه ۳ اورونو كې د ۱۵۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېده او افغان لوبډلې دغه لوبه د ۶۹ منډو په توپير وګټله.
د افغانستان له لوري ورو توپ اچوونکي ضياالرحمان تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه او څلور پاكستاني لوبغاړي يې وسوځول.
د افغانستان په توپ وهونکو کې احسان الله تر نورو ډېرې ۶۵ منډې وکړې.
تر دې لوبې مخكې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه نورې لوبې ترسره شوې وې، چې لومړۍ يې افغانستان او دويمه يې پاكستان ګټلې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


