ads

ډانيل فيلډمين له سرتاج عزيز سره د افغانستان په اړه غږېدلى

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډانيل فيلډمين، په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير له سلاکار سرتاج عزيز سره د افغانستان په روان وضعيت او په دې هېواد کې په وروستيو رامنځته شويو پرمختګونو خبرې کړې دي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډانيل […]

نویسنده: TKG
7 لړم 1393
ډانيل فيلډمين له سرتاج عزيز سره د افغانستان په اړه غږېدلى

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډانيل فيلډمين، په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير له سلاکار سرتاج عزيز سره د افغانستان په روان وضعيت او په دې هېواد کې په وروستيو رامنځته شويو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د پاکستان او افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي په اسلام اباد کې له سلاکار سرتاج عزيز سره وليدل او پر دوه اړخيزو اړيکو سربېره يې ورسره د افغانستان پر وضعيت هم خبرې وکړې.

سرتاج عزيز فيلډ مين ته ويلي، چې پاکستان د يوه سوکاله، باثباته او يو موټي افغانستان او له دې هېواد سره د اړيکو د يوه نوي څپرکي د پرانېستلو غوښتونکى دى او دغه هېواد به د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې له پروسې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه زياتوي، چې پاکستان له افغانستان سره د سيمه ييزې همکارۍ، امنيتي، اقتصادي او يو شمېر نورو برخو کې پراخې اړيکې لري او هيله ده، چې پاكستان ته د افغان جمهوررئيس اشرف غني احمدزي په راتلونکي سفر کې به دا اړيکې لا پراخې او ټينګې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA