په قطر کې د شپاړلس کلنو په ایلیټ کپ آسیایي سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي شپاړلس کلنې لوبډلې هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو اتلولي خپله کړه.
په قطر کې د شپاړلس کلنو په ایلیټ کپ آسیایي سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي شپاړلس کلنې لوبډلې هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو اتلولي خپله کړه.
دغه لوبه چې پرون د قطر په مركز دوحه كې تر سره شوه، د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه.
د افغانستان له كركټ بورډ څخه كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، افغان شپاړلس کلنو لوبغاړو په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۱۷ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې محمد صابر ۵۵ منډې جوړې کړې.
خبرپاڼې زياته كړې، د هانګ کانګ شپاړلس کلنو لوبغاړو ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په 25 اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۶۴ منډې جوړې او سیالي یې د افغانستان په ګټه پای ته ورسوله.
د سرچينې په وينا، د افغانستان ملي شپاړلس کلنو لوبډلې توپ اچونکو له لوري عبدالواسع د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول او د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ټول افغان ملت ته د ملي شپاړلس کلنې لوبډلې درېیمې بریا مبارکي ووییله.
نوموړي ووییل، افغان تنکي شپاړلس کلن ځوانان د سیالیو له پیل څخه تر ننه د سیالیو جدول په سر کې ځای لري. د دغو تنکیو ځوانانو وړتیاو د نړیوالو پاملرنه خپل لوري ته را جلب کړې ده او دا یې په ډاګه کړې ده چې په افغانستان کې د کرکټ استعدادونه خورا لوړ دي او په دغه هیواد کې د کرکټ راتلونکی خورا روښانه دی.
ملي شپاړلس کلنه لوبډله به نن مازیګر هېواد ته راستنه شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


