د پاکستان پوځي چارواكي وايي، چې د دې هېواد جنګي جېټ الوتكو تېره ورځ د شمالي وزيرستان په لرې پرتې سيمې دته خېل کې هوايي بريدونه کړي، چې له كبله يې لږ تر لږه ١٨ وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځي چارواكي وايي، چې د دې هېواد جنګي جېټ الوتكو تېره ورځ د شمالي وزيرستان په لرې پرتې سيمې دته خېل کې هوايي بريدونه کړي، چې له كبله يې لږ تر لږه ١٨ وسله وال وژل شوي دي.
دوى زياتوي، چې الوتکو په همدې ورځ د شمالي وزيرستان په ګرمالايي سيمه کې هم د وسله والو پر مرکزونو بريدونه کړي، چې په پايله كې يې ١٥ وسله وال وژل شوي او د هغوى ٩ مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
بلخوا د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف تېره ورځ د پاکستان يوه دولتي خبري اژانس ته ويلي، چې په شمالي وزيرستان کې يې پوځي عمليات په بريالتوب روان دي او د وروستي وسله وال تر وژنې پورې به له عملياتو لاس وانه خلي.
پاکستاني ځواکونو د روان کال د جون له ١٥مې نېټې په ياده سيمه كې د مېشتو وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي او تراوسه په كې د سلګونو وسله والو د وژلو ادعا كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


