ads

د افغانستان او پاكستان د كركټ ۱۹ لوبډلو ترمنځ لوبه پيل شوه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو لوبډلې نن سهار شاوخوا لس بجې د پاكستان په لاهور كې د دغه هېواد د ۱۹ کلنو لوبغاړو له لوبډلې سره لوبه پيل كړې ده.     د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو لوبډلې نن سهار شاوخوا لس بجې د پاكستان په لاهور كې د […]

نویسنده: TKG
6 لړم 1393
د افغانستان او پاكستان د كركټ ۱۹ لوبډلو ترمنځ لوبه پيل شوه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو لوبډلې نن سهار شاوخوا لس بجې د پاكستان په لاهور كې د دغه هېواد د ۱۹ کلنو لوبغاړو له لوبډلې سره لوبه پيل كړې ده.

 

 

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو لوبډلې نن سهار شاوخوا لس بجې د پاكستان په لاهور كې د دغه هېواد د ۱۹ کلنو لوبغاړو له لوبډلې سره لوبه پيل كړې ده.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د پاكستان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وركړه.

د پاكستان د كركټ ۱۹ كلنې لوبډلې تراوسه د ۱۶ اورونو په لوبولو سره ۵۹ منډې كړي او دوه لوبغاړيې له لاسه وركړي دي.

د افغانستان  د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې افغان لوبډله به په لاهور د پاكستان لوبډلې سره درې لوبې وكړي، چې دويمه به يې سبا ترسره شي.

د هغه په وينا، د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو ملي لوبډلې د دې لوبو د ګټلو لپاره پوره چمتووالى نيولى دى.

بلخوا نن د افغانستان د کرکټ د ۱۶ کلنو لوبغاړو لوبډله په اسىاىي سىالىو کې خپله وروستۍ لوبه د هانګ کانګ له لوبډلې سره ترسره كوي.

دې لوبډلې تراوسه په دې سياليو كې قطر، کويټ او ايران ته ماتې ورکړې دي او د سىالىو د جدول په سر کې ځاى لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA