ads

افغان لوبډلې پاكستان ته په ۱۰ ويكټو ماتې وركړه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د پاكستان د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې ته په ۱۰ ويكټو ماتې وركړه. د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د پاكستان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وركړه.     د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د پاكستان د ۱۹ كلنو […]

نویسنده: TKG
6 لړم 1393
افغان لوبډلې پاكستان ته په ۱۰ ويكټو ماتې وركړه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د پاكستان د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې ته په ۱۰ ويكټو ماتې وركړه. د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د پاكستان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وركړه.

 

 

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د پاكستان د ۱۹ كلنو ملي لوبډلې ته په ۱۰ ويكټو ماتې وركړه.

د دغې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د پاكستان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وركړه.

د پاكستان د كركټ ۱۹ كلنې لوبډلې ۳۲ اعشاريه ۲ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وكړې او افغان لوبډلې ته يې ۱۳۲ منډې هدف كېښود، خو د باران له كبله دغه هدف د ډي اېل پرېكړې پربنسټ ۲۲ اورونو او ۱۰۲ منډو ته راښكته شو.

د افغان د كركټ ۱۹ لوبغاړو له ډلې د پيل لوبغاړو ښه لوبه وكړه او په ۱۵ اعشاريه ۴ اورو كې يې دغه هدف پوره كړه.

د افغان لوبډلې له ډلې حضرت الله ځاځي ۶۶ او شاهدالله ۳۳ ناسوځېدلې منډې وكړې.

بلخوا نن د افغانستان د کرکټ د ۱۶ کلنو لوبغاړو لوبډله په اسيايي سياليو کې خپله وروستۍ لوبه د هانګ کانګ له لوبډلې سره ترسره كوي.

دې لوبډلې تراوسه په دې سياليو كې قطر، کويټ او ايران ته ماتې ورکړې دي او د سياليو د جدول په سر کې ځاى لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA