ads

د غزني ۶ ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي

د غزني د ولايتي شورا وكيلان وايي، په دې وروستيو كې د دې ولايت شپږ ولسوالۍ له بشپړ سقوط او د طالبانو لاسته د كېوتو له ګواښ سره مخ دي او كه حكومت سيمې ته نور مجهز ځواكونه ونه لېږي، ممكن اكثره سيمې يې د وسله والو طالبانو تر كنټرول لاندې راشي. د غزني د […]

نویسنده: TKG
5 لړم 1393
د غزني ۶ ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي

د غزني د ولايتي شورا وكيلان وايي، په دې وروستيو كې د دې ولايت شپږ ولسوالۍ له بشپړ سقوط او د طالبانو لاسته د كېوتو له ګواښ سره مخ دي او كه حكومت سيمې ته نور مجهز ځواكونه ونه لېږي، ممكن اكثره سيمې يې د وسله والو طالبانو تر كنټرول لاندې راشي.

د غزني د ولايتي شورا وكيلان وايي، په دې وروستيو كې د دې ولايت شپږ ولسوالۍ له بشپړ سقوط او د طالبانو لاسته د كېوتو له ګواښ سره مخ دي او كه حكومت سيمې ته نور مجهز ځواكونه ونه لېږي، ممكن اكثره سيمې يې د وسله والو طالبانو تر كنټرول لاندې راشي.

د غزني د ولايتي شورا مشر عبدالجامع جامع په دې اړه وايي چې د غزني امنيتي وضعيت د ډېر تشويش وړ دی او په كې د مېشتو امنيتي ځواكونو كميت او كيفيت هم په هغه سويه نه دى چې توقع ترې كېداى شي:(( دوى سره تجهيزات بيخي كم دي، كه مركزي حكومت نوي تجهيزات او ځواكونه نه راستوي؛ نو په يوه اوونۍ كې دې د غزني د شپږو ولسواليو د سقوط خبر ته هم غوږونه بوڅ ونيسي.))

جامع دغه راز د كورنيو چارو او ملي دفاع وزيران غزني ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي، كه د دغو وزارتونو لخوا د غزني د خلكو د دفاع وروستۍ غوښتنې ونه منل شي؛ نو دوى اړ دي چې د ولسي خلكو د ژوند د ژغورلو په خاطر له طالبانو سره ايتلاف وكړي:(( موږ به د بې ګناه ولسي خلكو د ژغورلو لپاره مجبورا دا اقدام وكړو او  غزني به ورته تسليم كړو، ځكه بله لاره نه لرو، نه هم د هرې ورځې بد امنيتي وضعيت زغملى شو.))

بلخوا د غزني والي موسى خان اكبرزاده كه څه هم دا مني چې په وروستيو څو مياشتو كې د غزني په مركز او  ولسواليو كې د وسله والو طالبانو خوځښتونو زور اخستى دی، خو په وينا يې همدا وسله وال طالبان له افغان امنيتي ځواكونو سره د مخامخ مقابلې توان لا هم نه لري.

اكبرزاده د غزني د ولايتي شورا د مشر دا څرګندونې چې ګواكې مركز او څو ولسوالۍ د سقوط په حال كې دي، هم رد كړې دي، هغه وايي: (( غزني لومړى درجه ولايت دى، خو امكانات يې بيا لومړۍ درجه نه دي، زموږ امنيتي پرسونل به هم كم وي، خو د ولسواليو د سقوط امكانات نشته، هيله من يو چې په نوي كال كې به مركزي حكومت دې خوا ته جدي پاملرنه وكړي.))

د غزني والي وايي، اوس يې هم هڅې روانې كړې چې په ولايت كې د امنيتي ځواكونو شمېر لوړ كړي او ولسواليو ته هم پراخ تشكيلات رامنځته كړي.

اكبرزاده له كليد سره په خبرو كې دا هم وويل چې تر څو ورځنيو پرله پسې هڅو يې د اجرستان ولسوالي نيولې او د پوليسو تشكيل یې هم ورته خورا زیات کړی دی:(( موږ سره تجهيزات كم نه دي، بلكې د لا زياتو امكاناتو جذبولو لپاره هلې ځلې هم نه پرې نږدو.))

په غزني كې د ملي اردو د درېيمې لوا چارواكي هم خلكو ته ډاډ وركوي چې له هېڅ ډول تجهيزاتي ستونزې سره مخ نه دي، بلكې په هر وخت او هر ځاى كې له خپلو كم شمېر سرتېرو سره د خلكو د امنيت خوندي كولو ته چمتو دي.

د دغې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي، په غزني كې مېشت ملي ځواكونه ژمن دي چې د غزني هېڅ يوه ولسوالي به ترې د وسله والو طالبانو لاس ته ونه لوېږي:(( زموږ يوه ستونزه دا ده چې درنې وسلې نه لرو، كه دا حل شي، همدا شمېر مو هم كفايت كوي.))

دا په داسې حال كې ده چې دوه اوونۍ وړاندې وسله والو د غزني اجرستان ولسوالي كلابنده كړه او په اړه يې د سقوط اوازې هم خپرې شوې.

همدا راز ويل كېدل چې طالبانو د اجرستان تر څنګ د يوې اوونۍ لپاره ۶ ولسواليو ته له مركزه ټولې تللې مواصلاتي  لارې تړلې او د ولسوالۍ چارواكو د تكتيكي شاتګ په نوم ځينې ادارات هم د نورو ولسواليو څنګ ته انتقال كړي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA