ads

ديلما روسيف د دويم ځل لپاره د برازيل جمهوررئيسه وټاکل شوه

په برازيل کې د جمهوري رياست په ټاکنو کې ديلما روسيف د دويم ځل لپاره جمهوررئيسه وټاکل شوه. د رايو رسمي شمېرنه ښيي، چې مېرمن روسيف ۵۱ اعشاريه ۴۵ فيصده او سيال يې اسيو نيوس په کم توپير سره ۴۸ اعشاريه ۵۵ فيصده رايې ګټلې دي. په برازيل کې د جمهوري رياست په ټاکنو کې […]

نویسنده: TKG
5 لړم 1393
ديلما روسيف د دويم ځل لپاره د برازيل جمهوررئيسه وټاکل شوه

په برازيل کې د جمهوري رياست په ټاکنو کې ديلما روسيف د دويم ځل لپاره جمهوررئيسه وټاکل شوه. د رايو رسمي شمېرنه ښيي، چې مېرمن روسيف ۵۱ اعشاريه ۴۵ فيصده او سيال يې اسيو نيوس په کم توپير سره ۴۸ اعشاريه ۵۵ فيصده رايې ګټلې دي.

په برازيل کې د جمهوري رياست په ټاکنو کې ديلما روسيف د دويم ځل لپاره جمهوررئيسه وټاکل شوه.

د رايو رسمي شمېرنه ښيي، چې مېرمن روسيف ۵۱ اعشاريه ۴۵ فيصده او سيال يې اسيو نيوس په کم توپير سره ۴۸ اعشاريه ۵۵ فيصده رايې ګټلې دي.

روسيف د خپلې بريا پر مهال وويل، غواړي تر هغې ډېره ښه جمهوررئيسه واوسي، چې مخكې وه.

نوموړې تېر کال د اداري فساد، د فوټبال نړيوال جام اړوند ډېر لګښت او د کمزورو خدمتونو وړاندې کولو په تړاو د ولس له پراخو احتجاجونو سره مخ شوه.

د دواړو كانديدانو په ټاکنيزو مبارزو کې اقتصادي پرمختګ او له بېوزلۍ نه د خلکو را ايستل مرکزي رول لاره.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA