ads

جمهوررئيس احمدزي د سعودي له وليعهد سره پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړې

هماغه راز يې چې د ټاكنو په کمپاينونو کې ژمنه کړې وه له اسلامي هېوادونو سره د اړيکو پراختيا ته لومړيتوب ورکوي. دغه څرګندونې تېره ورځ جمهوررئيس ډاكټر محمد اشرف غني احمدزي د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان بن عبدالعزيز ال سعود سره په کتنه هماغه راز يې چې د ټاكنو په کمپاينونو کې […]

نویسنده: TKG
5 لړم 1393
جمهوررئيس احمدزي د سعودي له وليعهد سره پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړې

هماغه راز يې چې د ټاكنو په کمپاينونو کې ژمنه کړې وه له اسلامي هېوادونو سره د اړيکو پراختيا ته لومړيتوب ورکوي. دغه څرګندونې تېره ورځ جمهوررئيس ډاكټر محمد اشرف غني احمدزي د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان بن عبدالعزيز ال سعود سره په کتنه

هماغه راز يې چې د ټاكنو په کمپاينونو کې ژمنه کړې وه له اسلامي هېوادونو سره د اړيکو پراختيا ته لومړيتوب ورکوي.

دغه څرګندونې تېره ورځ جمهوررئيس ډاكټر محمد اشرف غني احمدزي د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان بن عبدالعزيز ال سعود سره په کتنه کې كړي.

له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې كتنه كې، چې پرون په رياض كې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او سعودي عربستان ترمينځ د ستراتيژيکو همکاريو د موافقتنامې او په سعودي کې د افغان حاجيانو د ستونزو د حل په ګډون پر ځينو نورو مسايلو خبرې وکړې.

د سرچينې په وينا، جمهوررئيس اشرف غني احمدزي وويل، افغان حكومت غواړي چې سعودي عربستان په افغانستان كې د سولې او ثبات په ټينګښت کې رغنده رول ولوبوي.

جمهوررئيس احمدزي د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو ارزښت ته د اشارې په ترڅ کې وويل، چې  افغانستان غواړي له دوست هېواد سعودي عربستان سره پراخې اقتصادي اړيکې ولري.

په دې كتنه كې د سعودي عربستان وليعهد په سيمه کې د سولې او ثبات ټينګښت تر ټولو مهمه اړتيا وبلله او ژمنه يې وکړه، هر هغه څه چې په توان کې لري په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره به يې دريغ نه کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA