سره له دې چې تر اوسه د حكومت په چوكاټ كې د سولې عالي شورا پر فعاليتونو نيوكې موجودې وې، خو په دې وروستيو كې د يادې شورا چارواكو هم منلې چې په تېرو څلورو كلونو كې د سولې د عالي شورا له ادرسه نه دي توانېدلي چې د هېواد د ثبات او تلپاتې سولې لپاره ټاكل شويو اهدافو ته
سره له دې چې تر اوسه د حكومت په چوكاټ كې د سولې عالي شورا پر فعاليتونو نيوكې موجودې وې، خو په دې وروستيو كې د يادې شورا چارواكو هم منلې چې په تېرو څلورو كلونو كې د سولې د عالي شورا له ادرسه نه دي توانېدلي چې د هېواد د ثبات او تلپاتې سولې لپاره ټاكل شويو اهدافو ته ورسېږي.
د سولې عالي شورا وياند شهزاده شاهد په دې اړه كليد ته ويلي، تر اوسه يې په ملي، سيمه ييزه او نړيواله كچه يو څه لاسته راوړنې لرلې دي، خو دا هغه څه دي چې د هېواد ستونزې په بنسټيزه توګه نه شي حلولى.
شاهد همدا راز د شورا له داخلي رازونو هم پرده پورته كړې او ويلي يې دي چې د شورا غړي هېڅكله په خپلو كې همغږي نه وو، بلكې ټولې داخلي چارې يې يوازې د څو كسانو په انحصار كې وې:(( د سولې د شورا جوړښت طبقاتي وو، څو كسانو واكونه او اختيارات لرل، خو پاتې كسان به له هېڅ مسئلې نه خبرېدل.))
نوموړي د سولې پر عالي شورا شوي لګښتونه هم بې ځايه وبلل او زياته يې كړه، كه دا لګښتونه د مخالفينو په راجلبولو شوي واى، اوس به جګړه ختمه وای:(( دا يو اخلاقي جرئت دى چې ملت ته ووايو، زموږ اهداف لاسته رانغلل، په تېرو شپږو مياشتو كې د شورا ټولو غړو په انتخاباتي كمپاين وخت اړولى، په دې موده كې حتى د شورا اجرائيه كمېټ يوه ناسته هم نه ده لرلې، خو معاش او د موټرو تېل هر يو اخستل.))
دى وايي، د سولې د اوسنۍ عالي شورا پر جوړښت دې له سره غور وشي او هغه عوامل دې هم معلوم كړاى شي چې مخالفين ولې د مسئلې بين الافغاني حل ته نه حاضرېږي؟
شاهد همدا راز وويل، اوس ملت دا حق لري چې د سولې له عالي شورا څخه حساب وغواړي او ورسره جوخت شورا هم د خپلې ناكامۍ عوامل په ګوته او د مسووليت پړه يې هم په غاړه واخلي.
د چارو كارپوه محمد عمر غورځنګ كه څه هم د شهزاده شاهد لخوا د سولې عالي شورا پر ناكامۍ د كړيو اعترافاتو هركلى كوي، خو وايي اوس د سولې شورا هر غړى بايد د نوي حكومت لخوا وپوښتل شي چې ولې يې د شورا د پيل له ورځې له خپلو ناكامو فعاليتونو پرده نه پورته كوله؟
دى وايي، د سولې عالي شورا له فعاليت سره سم هر افغان دې نتيجې ته رسېدلى و چې د سولې راوستو صلاحيت او وړتيا به ونه لري، له دې كبله اوس نوي حكومت ته هم په كار ده چې له نويو طرحو سره تر هر څه لومړى د سولې پر مسئله له يوې بلې زاويې كار وكړي.
غورځنګ د جمهور رئيس اشرف غني هغه اراده هم پاكه او د ستاينې وړ بولي چې د جنوبي ولايتونو له مشرانو سره يې په يوه كتنه كې ويلي وو چې حاضر دى د افغان سولې لپاره خپل سر قرباني كړي، خو د ده په خبره سوله يوازې د سر په قربانۍ هم نه راځي بلكې په دې اړه د ټولو پوښتنو او د مخالفينو د بهانو حلول لومړنۍ او اړينه مرحله ده:(( د ملي وحدت حكومت وعده كړې چې پايداره سوله به راولي، په دې برخه كې له افغانستان څخه د پرديو د لاسونو غوڅول په كار دي، خلك بايد د عدالت او امنيت نه برخمن شي او له مخالفينو سره له غوڅ او ښكاره دريځ څخه كار واخستل شي.))
د مشرانو جرګې دوهم مرستيال رفيع الله ګل افغان هم د سولې لپاره د يوې نوې نسخې د وړاندې كولو پلوي دى او وايي، تر اوسه كه د سولې په راوستو كې اړونده شورا پاتې راغلې، نو نور وجوهات يې دا دي چې افغان مسئلې سيمه ييز او نړيوال بعدونه لرل:(( امريكا، ايران، پاكستان او نړۍ د افغان سولې نور اړخونه دي چې كه دوى صادق واى؛ نو سوله حتمي وه، خو دلته د سولې پر عالي شورا ملامتيا دا ده چې څنګه يې د سولې پېچلي بعدونه درك كړي واى، سمدواره يې په دې اړه خپل ملاحظات او ملت ته له يو لوى مسووليته خپلې اوږې سپكې كړى واى.))
دا په داسې حال كې ده چې جمهور رئيس اشرف غني احمدزي ويلي، د ملي وحدت حكومت به د تلپاتې سولې لپاره هېڅ موقع له لاسه ور نه كړي، ځكه كه سوله تامين نه شي؛ نو د ده حكومت به خپلو اقتصادي اهدافو ته هم ونه شي رسېداى.
جمهور رئيس اشرف غني همدا راز ويلي، هغه هېوادونه چې د خلكو ژوند يې خوندي نه وي، هېڅكله ثبات ته نه رسي؛ نو له همدې كبله د خلكو د خونديتوب لپاره د سولې يو نوى باب پرانستل يې دنده ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


