د افغانستان د كركټ شپاړس کلنو لوبغاړو په اسيايي سياليو كې كوربه هېواد قطر ته په نهو ویکټو ماتې ورکړه. دغه څلوېښت اوريزه يوه ورځنۍ سيالي پرون د قطر په مركز دوحه كې ترسره شوه.
د افغانستان د كركټ شپاړس کلنو لوبغاړو په اسيايي سياليو كې كوربه هېواد قطر ته په نهو ویکټو ماتې ورکړه.
دغه څلوېښت اوريزه يوه ورځنۍ سيالي پرون د قطر په مركز دوحه كې ترسره شوه.
د افغانستان د كركټ بورډ له مطبوعاتي دفتره كليد ته په راستول شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې د يادې سيالۍ پچه د قطر لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه او د سیالۍ تر څلوېښتم اوور پورې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۶۳ منډې وکړې.
خبرپاڼې زياته كړې، چې د افغانستان د شپاړس کلنو توپ اچونکو له ډلې محمد صابر ۳، قیس ۳ او عصمت د سیالې لوبډلې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
د سرچينې په وينا، افغان توپوهونکو ورکړل شوی هدف د سیالۍ په ۷ ام اوور کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو بشپړ کړ، قیس او محمد صابر د سیالۍ غوره لوبغاړی وپیژندل شول.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ټول افغان ملت ته د ملي شپاړلس کلنې لوبډلې د درېیمې بریا مبارکي ووییله او زياته يې كړه، چې افغان تنکي شپاړلس کلن ځوانان د سیالیو له پیل څخه تراوسه د جدول په سر کې ځای لري.
د مراد په وينا، د دغو تنکیو ځوانانو وړتیاو د نړیوالو پاملرنه ځانته را جلب کړې او دا یې په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د کرکټ استعدادونه خورا لوړ او د دغه هېواد د کرکټ راتلونکی خورا روښانه دی.
ټاکل شوې د افغانستان ملي شپاړلس کلنه لوبډله خپله وروستۍ سیالي د اکتوبر په ۲۸مې نیټې د هانګ کانګ ملي شپاړلس کلنې لوبډلې سره ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


