ads

افغان حكومت غواړي پاكستان كې مېشت كډوال خپل هېواد ته راستانه كړي

د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير عبدالقادر بلوچ وايي، د افغانستان حکومت غواړي په پاکستان کې مېشت قانوني او ناقانونه ټول افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ور وغواړي. د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير عبدالقادر بلوچ وايي، د افغانستان حکومت غواړي په پاکستان کې مېشت قانوني او ناقانونه ټول افغان […]

نویسنده: TKG
5 لړم 1393

د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير عبدالقادر بلوچ وايي، د افغانستان حکومت غواړي په پاکستان کې مېشت قانوني او ناقانونه ټول افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ور وغواړي.

د پاکستان د کډوالو او سرحدونو چارو وزير عبدالقادر بلوچ وايي، د افغانستان حکومت غواړي په پاکستان کې مېشت قانوني او ناقانونه ټول افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ور وغواړي.

نوموړي پرون د پاکستان له  يوه دولتي خبري اژانس سره په مركه كې ويلي، چې دوى به په نږدې راتلونکي کې د همدې هدف لپاره ىو پلاوى د نورو خبرو لپاره افغانستان ته ولېږي، ترڅو د کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه له افغان حکومت سره يوځاى ىوه  ګټوره او کوټلې تګلاره جوړه شي.

په همدې حال كې په اسلام اباد د افغان سفارت د كډوالو چارو مرستيال همايون شينوارى وايي، د اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوى رامنځته شوى افغان حکومت غواړي، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د سازمان يا UNHCR چارواكي وايي، اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا شپاړس لکه راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي، چې د ٢٠١٥م کال تر پايه ورته په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اجازه ورکړل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA