ads

د ايبولا ناروغۍ د قربانيانو شمېر ٥٠٠٠ ته ورسېد

د هغو کسانو شمېر ٥٠٠٠ ته ورسېد، چې ايبولا ناروغۍ له منځه وړي دي او تر لس زره ډېر كسان په دې ويروس اخته دي. دا هغه پېښې دي، چې په فزيکي ډول شمېرل شوي دي، خو د روغتيا نړيوال سازمان خبرداري ورکړي، چې ښايي دغه پېښې دوه برابره زياتې وي. د هغو کسانو شمېر […]

نویسنده: TKG
4 لړم 1393
د ايبولا ناروغۍ د قربانيانو شمېر ٥٠٠٠ ته ورسېد

د هغو کسانو شمېر ٥٠٠٠ ته ورسېد، چې ايبولا ناروغۍ له منځه وړي دي او تر لس زره ډېر كسان په دې ويروس اخته دي. دا هغه پېښې دي، چې په فزيکي ډول شمېرل شوي دي، خو د روغتيا نړيوال سازمان خبرداري ورکړي، چې ښايي دغه پېښې دوه برابره زياتې وي.

د هغو کسانو شمېر ٥٠٠٠ ته ورسېد، چې ايبولا ناروغۍ له منځه وړي دي او تر لس زره ډېر كسان په دې ويروس اخته دي.

دا هغه پېښې دي، چې په فزيکي ډول شمېرل شوي دي، خو د روغتيا نړيوال سازمان خبرداري ورکړي، چې ښايي دغه پېښې دوه برابره زياتې وي.

د مالي حکومت د هغو سلګونو کسانو د موندلو ستونزمنه چاره پيل کړې، چې ښايي د ايبولا په وژونکې ناورغۍ اخته شوې وي، ځکه په دې هېواد د ايبولا لومړنۍ ناروغه يوه دوه کلنه نجلۍ، چې اوس مړه شوې ده، له ګيني نه په بس کې د مالي لوېديځ ته تللې وه.

تراوسه پورې له دې كبله ۴۰ کسان قرنطين شوي او د مالي چارواکي وايي، چې له ګيني سره به چې ايبولا په کې په پراخه کچه خپره شوې ده، خپله پوله ونه تړي.

په همدې حال كې د امريكا جمهوررئيس باراک اوباما اعلان وکړ، ټول هغه کسان چې د لويديځې افريقا له ځپل شويو هېوادونو امريکا ته ستنېږي د ۲۱ ورځو لپاره به تر طبي څارنې لاندې نيول کېږي، چې باوري شي چې په ايبولا نه دي اخته.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA