ads

نامسووله وسله وال خلک ډبوي او باج ترې اخلي

سره له دې چې افغان حكومت له ۲۰۰۵ میلادي كال راهیسې د ۲۰۱۱ كال تر پايه د ځايي قومندانانو د بې وسلې كولو پروسه پر مخ وړې، خو د هېواد د يو شمېر ولايتونو خلك لا هم له نامسووله وسله والو او په دې وروستيو كې دولتي تشكيل ته د ور اضافه شويو محلي پوليسو […]

نویسنده: TKG
3 لړم 1393

سره له دې چې افغان حكومت له ۲۰۰۵ میلادي كال راهیسې د ۲۰۱۱ كال تر پايه د ځايي قومندانانو د بې وسلې كولو پروسه پر مخ وړې، خو د هېواد د يو شمېر ولايتونو خلك لا هم له نامسووله وسله والو او په دې وروستيو كې دولتي تشكيل ته د ور اضافه شويو محلي پوليسو له قومندانانو شكايت كوي

سره له دې چې افغان حكومت له ۲۰۰۵ میلادي كال راهیسې د ۲۰۱۱ كال تر پايه د ځايي قومندانانو د بې وسلې كولو پروسه پر مخ وړې، خو د هېواد د يو شمېر ولايتونو خلك لا هم له نامسووله وسله والو او په دې وروستيو كې دولتي تشكيل ته د ور اضافه شويو محلي پوليسو له قومندانانو شكايت كوي چې له خلكو څخه په زور باج اخلي او يا هم د ځايي خلكو په وهلو او ټكولو سترګې سرې كوي.

د كندوز د خان اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دغه وسله وال چې په دولت كې لوړپوړي ملاتړي هم لري، له بېلابېلو لارو ولسي وګړي تر فشار لاندې راولي او چې فصلونه يې ورسېږي؛ نو په زوره ترې باج اخلي.

د خان اباد اوسېدونكي وايي، په سيمه كې پراته له څلورو زرو زيات وسله وال د دولت د بې پروايۍ له كبله دومره زړور شوي چې پر باجګيرۍ سربېره وژنې، اختطاف، وسله والو غلاوو، بچه بازۍ او نورو جرمونو ته لاس اچوي، خو څوك يې مخه نه شي نيولى.

د دغې ولسوالۍ يو اوسېدونكي ازادۍ راډيو ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، كه په خان اباد كې د وسله والو پر ضد اقدام ونه شي؛ نو د دوى به د سیمې پرېښودلو ته اړ شي:(( وروره همدا دولتي چارواكي يې ملاتړ كوي او پر شا يې ټپوي، له موږ زكات او عشر په زور ټولوي، له دوكاندارانو څخه كالي، بوټان او پيسې په زور وړي، حتى د خپل كور مصرف ترې غواړي.))

د خان اباد ولسوالۍ يو دوكاندار هم ورته خبره كوي، دى هم د نوم نه ښودلو په شرط زياتوي چې وسله والو ترې څو ځله په زور نغدې پيسې، بوټان، كالي او نور شيان وړي دي:(( موږ څو ځله شكايت وكړ، ولسوالۍ ته ولاړو، خو هیچا زموږ فرياد وانه ورېد.))

بلخوا كه څه هم د خان اباد ولسوال حيات الله اميري دا مني چې په ولسوالۍ كې يې يو شمېر ملكي وګړي د نامسووله وسله والو لخوا ځورول كېږي، خو وايي له دغو ډلو څخه ځینې يې له دولت سره د همكارۍ لپاره فعالې دي:(( نامسووله وسله وال له ډېر پخوا نه دلته دېره دي، ځینې يې خلكو ته ضرر اړوي، خو موږ يې حتى د مخكيني جمهور رئيس په كابينه كې اړوندو وزيرانو ته خبره رسولې وه، خو تر اوسه هېڅ نه دي شوي.))

ولسوال د جمهور رئيس اشرف غني له حكومته غواړي چې د كندوز د خلكو په دغه ستونزه جدي غور وكړي او د ځينو وسله والو د بې وسلې كولو لپاره دې قانوني حل لاره  راوباسي:(( قرار ورته ناست نه يوو، بلكې پرله پسې هڅه كوو چې د وسله والو له لوري د خلكو د ځورېدو، وسله والو غلاوو او باجګيریو پر ضد مبارزه وكړو.))

د باميانو د ورس ولسوالۍ خلك هم شكايت كوي چې په سيمه كې يې یوه پخواني قومندان خپله پاچاهي اعلان كړې او د ولسوالۍ يوه كورنۍ يې هم بې ازاره نه ده پريښې.

دوى وايي چې دغه قومندان(سرهنګ وفا) په تازه شپو ورځو كې يو ځايي بزګر تر مرګه وهلى او ويلي يې دي چې هر څوك د ده له فرمان څخه سرغړونه وكړي، سخته سزا به وويني.

د ورس اوسېدونكى او د قومندان سرهنګ لخوا سخت ډبول شوى سړى چې داود شريفي نومېږي، كليد ته ویلي چې له ايرانه خپل هېواد ته له زرګونه اميدونو سره راستون شو، مګر خبر نه و چې نامسووله وسله وال به يې ژوند ور تریخوي:(( د شپې نهه بجې مې پر انګړ  څلور تنه وسله وال راواوښتل، له دېرشو زيات زما له كوره تاو وو، له كوره يې وويستم او په همدغه شپه يې په لختو، كنداغونو، كاڼو او لغتو دومره ووهلم چې لاس او پښې مې ماتې شوې او همداسې بې هوښه پرېوتم.))

داود شريفي زياتوي، د سرهنګ وسله والو له دې كبله تر مرګه رسولى چې ده يې امر ته غاړه نه ده ايښې:(( ماته يې ويل كه زما په پاچاهۍ كې ژوند كوې ښه ده كه نه وژنم دې. اوس مجبور يم چې دلته واوسم يا ورس همدغه قومندان ته پرېږدم.))

د سيمې يو بل اوسېدونكى كاكا رووف هم وايي چې سرهنګ د سيمې د خلكو په لانجو كې ورګډېږي، فيصلې يې كوي او د قضيې له هر اړخ څخه له ۲۰ تر ۳۰ زرو افغانيو باج اخلي، خو كه څوك يې ور نه كړي؛ نو قومندان صاحب غوسه هم ورته حد نه لري:(( هغه محكمه نه مني، بس د قضيې له ښكېلو خواو پيسې په زور اخلي او په خپل سر فيصله ورته كوي، د ده په پاچاهۍ كې هېڅوك حق نه لري چې ولسوالۍ ته خپله لانجه يوسي.))

د دې ولسوالۍ د سرخجوى او شاوخوا سيمو اوسيدونكي هم چې د دغه ځايي قومندان له بدمعاشۍ پوزې ته راغلي، وايي چې د ولسوالۍ چارواكو ته يې څو ځله شكايت رسولى، خو ځايي چارواكو ورته ويلي چې دوى د دغه قومندان ځواب نه شي ويلى.

د ورس اوسيدونكو همداراز له كليد سره په خبرو كې وويل چې سرهنګ وفا په سيمه كې د پخواني جهادي قومندان او د ولسي جرګې د اوسني غړي محمد اكبري لخوا پر شا ټپول كېږي چې له ۵۰ زيات وسله وال له ځانه سره لري او هېڅوك يې مخه نه شي نيولى.

خو د ولسي جرګې وكيل محمد اكبري چې په خپله هم د ورس ولسوالۍ اوسېدونكى دى وايي، سرهنګ يوازې د جهاد په دوره كې له ده سره و، له هغې راوروسته ورسره هېڅ اړيكه او ملاتړ نه لري:(( دومره خبر يم چې سرهنګ له يو ارګان څخه د يو ميل وسلې او يو باډيګارډ د ګرځولو اجازه اخستې، خو زه يې هېڅكله ملاتړى نه يم، ځكه زه په سرخجوى كې اوسم او هلته هېڅ نه دي پېښ شوي.))

د باميان امنيتي مسوولين هم د ځايي خلكو دا خبره ردوي چې ګواكې قومندان سرهنګ دې په ورس ولسوالۍ كې خپله پاچاهي اعلان كړې وي.

د دغه ولايت امنيه قومندان جنرال خدايار قدسي دا مني چې سرهنګ وفا له ۱۳ كلونو راپدېخوا په باميانو كې ګډوډۍ راپورته كوي، خو زياتوي چې له تېرو اوو مياشتو راپدېخوا سرهنګ سم شوى دى: (( د سرهنګ د وسله والو او وسلو د شمېر په اړه دقيق معلومات نه لرو، له اوو مياشتو راپدېخوا يې ما كلكه مخه نيولې وه، مګر اوس چې ځینې شكايتونه راپورته شوي؛ نو د حل لپاره يې هڅې كوو.)) که څه هم د کلید ځايي خبریال هڅه کړې چې له دغه قومندان سره مرکه وکړي، خو توانېدلی نه دی.

دا په داسې حال كې ده چې څو ورځې وړاندې مدني ټولنو له جمهور رئيس اشرف غني څخه په يو سرخلاصي ليك كې چې يوه كاپي يې كليد ته هم رااستول شوې، غوښتي چې د سيمه ييزو وسله والو، جنګسالارانو او قانون ماتوونكو سرزوريو ته د پاى ټكى كېږدي.

په دغه سرخلاصي ليك كې ويل شوي، ځايي وسله والې ډلې او زورواكان د كوكنارو د كښت، قاچاق او له نورو لارو څخه د ناقانونه ګټې وټې په كاروبار كې غښتلې ستنې دي او كه يې مخه ونه نيول شي؛ نو د لرې پرتو امنيتي وضعيت به له كنټروله وتلى وي.

محلي پوليس

افغان حكومت د ۲۰۱۰ كال په جولاى كې د امنيت د لا ټينګښت په هدف د محلي پوليسو په نوم تشكيلات تصويب كړل او د همدې كال په اګست( ۱۳۸۹زمري ۲۵مه) كې د مخكيني جمهور رئيس كرزي د فرمان په اساس لومړنيو۷۰۰۰ محلي پوليسو د هېواد په ځینو ولسواليو كې خپل فعاليت پيل كړ.

د كورنيو چارو وزارت په دغه چوكاټ كې ۱۰ زره سرتېرو ته ځاى وركړى و، خو د امريكا متحده ايالاتو ويل چې دوى ۳۰ زره محلي پوليسو ته بودجه وقف كړې، تر څو د هېواد په ګوټ ګوټ كې د امنيت د ټينګښت عمل اسانه شي.

اوس داسې ښكاري چې د سيمه ييزو پوليسو حضور سره له دې چې په يو شمېر سيمو كې ګټه كړې، خو په ځينو سيمو كې بيا ولسي خلك د محلي پوليسو له قومندانانو هم سر ټكوي او وايي، دوى د نامسووله وسله والو په څېر محلي پوليسو پوزې ته راوستي دي.

د غزني د اندړو، ده يك، قره باغ، مقر او خوګياڼيو خلك له همدې ستونزې شكايت كوي او وايي، په خپلو سيمو كې د سيمه ييزو پوليسو د ناوړه چلند له كبله په ارامه ژوند نه شي كولى.

د غزني خلك همداراز وايي، سيمه ييزو پوليسو له مركزه تر كليو پورې خپلې پوستې اچولي او هغه مساپر چې ظاهري بڼه يې ملايانو ته ورته وي، له موټره ښکته کوي، وهل او ډبول وركوي او په مياشتو مياشتو يې زنداني ساتي.

د اندړو اوسېدونكي زاهدالله په دې اړه كليد ته ويلي، سيمه ييزو پوليسو يې له كلي لږ ور هاخوا په شاخوګ سيمه كې د لارې پر سر پوستې اچولي او هر څوك يې چې خوښه شي، له وسله والو طالبانو سره د همكارۍ په تور نيسي:(( بس له موټره دې راكېباسي، كه ږيره ولرې يا دې لونګۍ پر سر وي درته وايي طالب يې.))

د غزني ولايت د خوګياڼو يو تن اوسېدونكي هم كليد ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې محلي پوليس د سړك د سر په پوستو كې د خلكو مالونه هم په زوره ايساروي:(( په قياغ كې راته همدا اربكيان ولاړ وي، ناحقه خلك راايسار كړي، ويې ډبوي او د كور لپاره راوړې سودا هم ترې ايساره كړي.))

د خوګياڼو ولسوالۍ دغه اوسېدونكي همداراز وويل، خلك له سيمه ييزو پوليسو دومره په عذاب شوي چې كه دولت يې د ناوړه چلند په اړه اقدام ونه كړي؛ نو ټول ولس به د طالبانو په ملاتړ او د همدې سيمه ييزو پوليسو پر ضد وسلې راپورته كړي.

په غزني ولايت كې د سيمه ييزو پوليسو د تاريخچې په رااړولو دا لومړى ځل نه دى چې خلك ترې شكايت كوي، بلكې څه موده وړاندې له مقر ولسوالۍ داسې راپورونه خپاره شول چې سيمه ييزو پوليسو دوه قومي مشران وژلي او ګڼ نور ملكي وګړي يې سخت وهلي دي، همداراز د مقر د مدو كلي په يوه پېښه كې بيا یوه سيمه ييز پوليس خپله مېرمن په ډزو وژلې وه.

د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي هم دا مني چې په مقر، اندړو، قره باغ او خوګياڼو ولسواليو كې د سيمه ييزو پوليسو له چلند څخه خلك راضي نه دي.

نوموړى وايي، له سيمې داسې راپورونه ور رسېدلي چې د ولسي پاڅون وسله وال له خلكو سره په ناوړه چلند تورن دي:(( ډېر شكايتونه له قره باغ، اندړو او مقر نه رارسېدلي، موږ چې څېړنه كړې؛ نو بدبختانه د خلكو شكايتونه پر ځاى وو، اوس يې د مخنيوي پر لارو چارو غور كوو.))

احمدي وايي، ولايتي اداره دا مهال هڅه كوي چې د غزني سيمه ييزو پوليسو ته مسلكي روزنه وركړي او د طالبانو ضد ولسي پاڅون وسله وال يې هم په چوكاټ كې شامل كړي، څو د ولسي وګړو شكايتونه ختم او امنيت په بشپړه توګه تامين شي:(( تر اوسه كوم سيمه ييز پوليس يا پاڅونوال باندې رسما له ولسي خلكو سره د زور زياتي شواهد نه لرو، خو دې نتيجې ته رسېدلي يوو چې تر څو سيمه ييز پوليس مسلكي روزنه ونه مومي او پاڅونوال يې په چوكاټ كې ورګډ نه كړاى شي د دې خپلسريو مخنيوى به ناممكن وي.))

علي احمدي په دې اړه له خلكو بښنه غواړي چې د سيمه ييزو پوليسو د ناوړه چلند د مخنيوي په برخه كې يې ولايتي ادارې مناسب اقدامات نه دي كړي، خو په وينا يې له دې وروسته هڅه كوي چې ولسي خلكو ته د شكايت موقع د سيمه ييزو پوليسو د ناوړه چلند له كبله په لاس پاتې نه شي:(( موږ دا ډاډ وركوو چې لږ وخت وروسته به خلك له سيمه ييزو پوليسو سره هېڅ ډول ستونزه ونه لري، بلكې د هغه څه مخنيوى به وكړو چې ولس ته د خوښې وړ نه وي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA