ads

د سپين غر زون لوبډلې د مس عينک زون لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د احمد شاه ابدالي د څلور ورځنيو لوبو په لومړۍ لوبه کې سپين غر زون لوبډلې د مس عينک زون لوبډلې ته د ۲۳۵ منډو په توپير ماتې ورکړه. د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د احمد شاه ابدالي د څلور ورځنيو لوبو په لومړۍ لوبه کې […]

نویسنده: TKG
30 تله 1393
د سپين غر زون لوبډلې د مس عينک زون لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د احمد شاه ابدالي د څلور ورځنيو لوبو په لومړۍ لوبه کې سپين غر زون لوبډلې د مس عينک زون لوبډلې ته د ۲۳۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د احمد شاه ابدالي د څلور ورځنيو لوبو په لومړۍ لوبه کې سپين غر زون لوبډلې د مس عينک زون لوبډلې ته د ۲۳۵ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د مس عينک زون لوبډلې وګټله او د سپين غر زون لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وركړه.

د سپين غر زون په لومړۍ پاڼۍ يا اننګز کې د ټولو لس لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۴ منډې جوړې کړې، خو د مس عينک زون لوبډلې په خپله لومړۍ توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازې ۱۱۵ منډې جوړې كړې.

د سپين غر زون لوبډلې په دويمه پاڼۍ د ټولو لس لوبغاړو په سوځېدو۲۵۹ منډې جوړې كړې، خو د لوبې په ورستۍ توپوهنه کې د مس عينک زون لوبډلې ونکړاي شول، چې وركړل شوي هدف پوره كړي او دا لوبه يې د ۲۳۵ منډو په توپير سره وبايلله.

د هېواد د پنځونو زونونو ترمنځ دا څلور ورځنۍ لوبې، چې د تلې په ۲۷مه نېټه پيل شوي، د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي او د ننګرهار ولايت د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي او ٤١ ورځې به دوام وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA