ads

سرتاج عزيز: له افغانستان سره پر يوې هراړخيزې طرحې کار کوو

پاکستان تېره ورځ اعلان وکړ، چې له افغانستان سره پر يوې داسې هر اړخيزې طرحې کار کوي، چې پر بنسټ يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښه کېږي، بې باوري ختمېږي او پر رغنده تماسونو او اقتصادي همکاريو تمرکز لري. پاکستان تېره ورځ اعلان وکړ، چې له افغانستان سره پر يوې داسې هر اړخيزې طرحې […]

نویسنده: TKG
29 تله 1393
سرتاج عزيز: له افغانستان سره پر يوې هراړخيزې طرحې کار کوو

پاکستان تېره ورځ اعلان وکړ، چې له افغانستان سره پر يوې داسې هر اړخيزې طرحې کار کوي، چې پر بنسټ يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښه کېږي، بې باوري ختمېږي او پر رغنده تماسونو او اقتصادي همکاريو تمرکز لري.

د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو اړيکو په چارو کې د لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز د کابل له يو ورځني سفر وروسته په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل، دواړو خواوو موافقه وکړه، چې هېچا ته به اجازه نه ورکوي، چې خاوره يې د بل پر ضد وکارول شي.

نوموړي زياته كړه، د يو بل د خاورې د نه کارېدو لپاره دواړو خواوو پر دې هم سلا وکړه، چې د پولو د ښې څارنې او نظم لپاره دې يو ميکانيزم جوړ شي.

سرتاج عزيز د يکشنبې په ورځ كابل ته د خپل رسمي سفر پرمهال د افغانستان له نوي حکومت څخه د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ او جمهور رئيس اشرف غني ته يې د پاكستان د سفر بلنه وركړه، خو د ملي شورا يو شمېر غړو وويل، مخكې وړاندې تر دې چې افغان جمهوررئيس پاکستان ته سفر وکړي، لومړي بايد په هېواد کې له پاکستان سره د خبرو اترو په هدف ملي اجماع جوړه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA