ads

ملي ۱۶ کلنه لوبډله په اسيايي سياليو کې د ګډون لپاره قطر ته لاړه

د افغانستان د کرکټ ملي ۱۶ کلنه لوبډله د شپاړلس کلنو په اسيايي سياليو کې د ګډون په هدف نن قطر ته لاړه. ملي شپاړلس کلنه لوبډله، چې د دغو سياليو اتلولي له ځانه سره لري، په دغو سياليو كې به د قطر، کويټ، ايران او هانګ کانګ له ملي شپاړلس کلنو لوبډلو د افغانستان […]

نویسنده: TKG
28 تله 1393
ملي ۱۶ کلنه لوبډله په اسيايي سياليو کې د ګډون لپاره قطر ته لاړه

د افغانستان د کرکټ ملي ۱۶ کلنه لوبډله د شپاړلس کلنو په اسيايي سياليو کې د ګډون په هدف نن قطر ته لاړه. ملي شپاړلس کلنه لوبډله، چې د دغو سياليو اتلولي له ځانه سره لري، په دغو سياليو كې به د قطر، کويټ، ايران او هانګ کانګ له ملي شپاړلس کلنو لوبډلو

د افغانستان د کرکټ ملي ۱۶ کلنه لوبډله د شپاړلس کلنو په اسيايي سياليو کې د ګډون په هدف نن قطر ته لاړه.

ملي شپاړلس کلنه لوبډله، چې د دغو سياليو اتلولي له ځانه سره لري، په دغو سياليو كې به د قطر، کويټ، ايران او هانګ کانګ له ملي شپاړلس کلنو لوبډلو سره لوبې وكړي.

د كركټ بورډ اجرايوي رئيس نور محمد مراد لوبغاړو ته د تګ پر مهال وويل، چې بايد د دغو سياليو له اتلولۍ نه دفاع وكړي.

د كركټ ملي ۱۶ کلنه لوبډله به د اكتوبر په ۲۳ مه نېټه خپله لومړۍ لوبه د ايران له لوبډلې سره ترسره كړي.

د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د كركټ ملي ۱۶ کلنې لوبډلې دغو اسيايي سياليو ته د چمتووالي په هدف د خيبر پښتونخوا ايالت د كركټ لوبډلې سره څو تمريني لوبې وكړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA