د ډېورنډ پولې هاغاړې قبايلي سيمې خيبر اېجنسۍ کې وسله والو ته درې ورځې وخت وركړل شوي، چې وسلې پر ځمكه كېږدي. په خيبر اېجنسۍ کې تېره ورځ دپاكستاني پوځ له الوتكو غورځول شويو پاڼو کې وسله والو ته درې ورځې وخت ورکړل شوي، چې وسله پر ځمکه کېږدي او
د ډېورنډ پولې هاغاړې قبايلي سيمې خيبر اېجنسۍ کې وسله والو ته درې ورځې وخت وركړل شوي، چې وسلې پر ځمكه كېږدي.
په خيبر اېجنسۍ کې تېره ورځ دپاكستاني پوځ له الوتكو غورځول شويو پاڼو کې وسله والو ته درې ورځې وخت ورکړل شوي، چې وسله پر ځمکه کېږدي او ځانونه حکومت ته تسليم كړي، كنه پرضد به يې پراخ عمليات ترسره شي.
ځايي چارواكي وايي، دغه پاڼې په پښتو ليکل شوي او پکې له ځايي خلکو هم غوښتل شوي، چې وسله والو ته پنا ورنه کړي او دوي سره مبارزه کې د حکومت پلوي وکړي.
په دې پاڼو كې همدارنګه ګواښ شوي، چې که کوم ځايي کس وسله والو ته پنا ورکړي، له سخت چلند سره به مخ شي.
پاکستاني پوځيانو څلور ورځې مخکې پېښور ښار ته څېرمه باړه سيمه کې د وسله والو ډلو پر ضد ناڅاپي پوځي عمليات پيل کړل او د رپوټونو له مخې، د دې عملياتو له كبله د باړې له بېلابېلو سيمو نه تر اوسه ۱۶۴۸ کورنۍ پېښور او نورو سيمو ته کډوالې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

