ads

افغان کروندگر د سويابين كركيله ګټوره ګڼي

د ختيځ ولايت ننگرهار يو شمېر کروندگر وايي چې له سویابين څخه ښه گټه ترلاسه کوي. د متحده ايالتونو د کرنې وزارت له ٢٠١٠ کال راهيسې د ٣٤ مليونو ډالرو يو پروگرام پر مخ وړي چې له مخې يې افغان کروندگر د سویابين کرلو ته هڅوي، د ختيځ ولايت ننگرهار يو شمېر کروندگر وايي چې […]

نویسنده: TKG
28 تله 1393
افغان کروندگر د سويابين كركيله ګټوره ګڼي

د ختيځ ولايت ننگرهار يو شمېر کروندگر وايي چې له سویابين څخه ښه گټه ترلاسه کوي. د متحده ايالتونو د کرنې وزارت له ٢٠١٠ کال راهيسې د ٣٤ مليونو ډالرو يو پروگرام پر مخ وړي چې له مخې يې افغان کروندگر د سویابين کرلو ته هڅوي،

د ختيځ ولايت ننگرهار يو شمېر کروندگر وايي چې له سویابين څخه ښه گټه ترلاسه کوي.

د متحده ايالتونو د کرنې وزارت له ٢٠١٠ کال راهيسې د ٣٤ مليونو ډالرو يو پروگرام پر مخ وړي چې له مخې يې افغان کروندگر د سویابين کرلو ته هڅوي، تر څو غله دانه د يو حاصل په توگه پروسس او مارکيټ ته وړاندې کړي او همدا ډول خلک ترې د ورځنيو خوړو د پوره کولو لپاره کار واخلي.

كه څه هم د فارن پالیسي مجلې(  Foreign Policy magazine  ) د جولای مياشتې په گڼه کې د يو خپور شوي راپور له مخې، نوموړی پروگرام له يو لړ ستونزو سره مخ شوی، خو له دې سره سره بيا هم په يو شمېر ولايتونو کې ياده کر کيله دوام لري او لږ تر لږه له ای ډبليو پي ار سره د  ننگرهار د کروندگرو له مرکو داسې برېښي چې راتلونکي ته يې خوشبين دي.

د ننگرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی رحمت الله ثاقب وايي:((سویابين يوه ښه غله دانه ده او موږ ترې ډېره گټه ترلاسه کړې. همدارنگه د کور دننه راته متبادل خواړه چمتو کوي.))

د احمد په نوم د سویابين د پروسس شرکت رئيس، عبدالاحمد لقماني وايي، د دې فصل حاصل په ننگرهار او گاونډيو ولايتونو، لغمان او کونړ کې په ٢٠١١ کال کې له ۱۱ ټنو څخه په روان كال كې ٤٠ ټنو ته لوړ شوي دي.

د ننگرهار د کرنې رئيس، محمد حسين ساپي د څرګندونو پر بنسټ، چارواکو د ننگرهار د ٢٢ ولسواليو له ډلې د ١٤ ولسواليو کروندگر هڅولي چې سویابين وکري: (( دې کرکيلې ته به نوره پراختيا هم ورکړل شي.)) نوموړي زياته كړه: (( دا درېیم کال دی چې موږ د سویابين کرکيله کوو او پايله يې په زړه پورې ده.))

د نړيوالې تغذيي او روزنې ځايي مشر، عبدالسلام هلالي بيا وايي چې شاوخوا ١٢٠٠ تنه کروندگر د سویابين د کرکيلې لپاره په ننګرهار کې روزل شوي دي: ((دغه راز د ٤٢٠ او ٢٨٠ تنو په ترکيب کوچنۍ ډلې په گاونډيو ولايتونو، لغمان او کونړ کې په کرکېلې بوختې دي.))

د يادې سرچينې د معلوماتو له مخې، د سویابين خواړه د ښې تغذيي لپاره ډېر سودمن دي، يا په خپله خوړل کيږي او يا هم د غنمو له اوړو سره گډيږي.

ډاکټر خيرالله خيال د سويابين د طبي ګټو په اړه  وايي:((سویابين د پروتينو د لوړ مقدار د درلودلو له کبله د تغذيې لپاره ډېره گټوره ماده ده.)) هغه زياته کړه، دا خواړه په ځانگړي ډول خوارځواکه ماشومانو او ناروغانو ته خورا گټور دي.

د ياد ولايت د مركز جلال اباد اوسېدونکي رضا محمد په خبره د نوموړي زوى له خوارځواكۍ كړېدلو چې وروسته ډاكټرانو د سويابين توصيه ورته وكړه: (( زما ماشوم زوی خوارځواکۍ وهلی و. ډاکترانو راته وويل چې د سویابين خواړه ورکړم. له هغې وروسته د هغه د پوستکي رنگ ښه شوی او غاښونه يې هم کړي دي.))

پر ښه غذايي کيفيت سربېره، سویابين هغه غله دانه ده چې نړيوالو مرسته کوونکو زيار ايستلی د اپينو ځای ناستی يې کړي.

د عبدالواسع په نوم د ننگرهار د يو کروندگر په وينا، د سویابينو له كبله د هغه اقتصاد خورا ښه شوی دی:(( د سویابين له کرکيلې ډېر خوښ يم، ځکه ټولنې ته يې ډېره گټه رسيږي. موږ پخوا کوکنار کرل، چې ډېر کار او لږه گټه يې درلوده. په داسې حال کې چې سویابين لږ کار غواړي او ډېره اقتصادي گټه لري.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA