د کابل د كركټ په نړيوال لوبغالي کې نن د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ پيل شوې. په دې سياليو کې د مس عينک، بند امير، بست، امو او سپين غر زونونو لوبډلې برخه لري.
د کابل د كركټ په نړيوال لوبغالي کې نن د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ پيل شوې.
په دې سياليو کې د مس عينک، بند امير، بست، امو او سپين غر زونونو لوبډلې برخه لري.
دا څلور ورځنۍ لوبې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري پيل شوي، تردې وړاندې د زونونو ترمنځ درې ورځنۍ لوبې ترسره کېدې.
د افغانستان د کرکټ عمومي رئيس شهزاده مسعود د دغو لوبو د پرانيستې په مراسمو کې دا يو ښه ابتکار وباله او زياته يې کړه، چې د افغانستان کورني کرکټ اوس ډېر پرمختګ کړي دي.
د زونونو ترمنځ دا څلور ورځنۍ لوبې به د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي او د ننګرهار ولايت د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي او ٤١ ورځې به دوام وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


