كه څه هم ويل كېږي چې د جمهور رئيس اشرف غني پر نوې كابينه لا هم كار روان دى، خو د ځینو سرچينو له قوله داسې اوازې راپورته شوې چې يو شمېر وزارتونه او ارګانونه به يا له يوه سره حذف او يا به هم په يو بل كې مدغم كړای شي.
كه څه هم ويل كېږي چې د جمهور رئيس اشرف غني پر نوې كابينه لا هم كار روان دى، خو د ځینو سرچينو له قوله داسې اوازې راپورته شوې چې يو شمېر وزارتونه او ارګانونه به يا له يوه سره حذف او يا به هم په يو بل كې مدغم كړای شي.
دې مسئلې په دولت كې د موازي ادارو د فعاليت د مخنيوي په برخه كې خوشبينۍ رامنځته كړې، خو ګڼ شمېر شنونكي يې بيا دې ته اندېښمن كړي چې كه ځینې ادارې وتړل شي او يا په اړونده ارګانونو كې مدغم شي؛ نو د بې كارۍ ګراف به هم ورسره په ناڅاپي توګه پورته ولاړ شي.
لومړى ډله شنونكي وايي چې د موازي ادارو د ایجاد لړۍ ته تېر حکومت د ځینو مصلحتونو او د خاصو كړيو د خوشالولو لپاره اوږه ورکړې چې په نتیجه کې یې نه يوازې د ملي عايداتو د بې ځايه لګښت لپاره زمينه مساعده شوې وه، بلكې په كاري په برخو کې یې د کاري ځواک او وخت هم برباد کړی دی.
سياسي کارپوه او د مدني ټولنې فعال خالد نور د بېلګې په توګه د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزارتونو وېش، د ښځو وزارت او د ځوانانو معينيت، همداراز د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ګڼو ادارو د رامنځته کېدو یادونه کوي.
خالد نور وايي كه چېرې اوس يو شمېر ادارې چې په كاري ډګر كې يو ډول خدمات عرضه کوي، دولت يې سره مدغم كړي؛ نو دا به د نورو رغنيزو او عامه ګټو كارونو د ترسره كولو لپاره په لویه کچه دولتي سپما وي.
نور له كليد سره په مرکه کې وویل چې د ادارو ادغام به د ادارو كاركوونكي او مراجعه کوونکي هم له هغه سرخوږي خلاص كړي چې د يو كار د ترسره كولو لپاره به يې په اوونیو اوونیو يو او بل ارګان ته مكتوبونه استول:(( تاسې وګورئ اكثره ادارې د يو هدف لپاره جلا جلا هلې ځلې كوي، د دوى تر منځ د اړيكو ټينګېدل ډېر سخت وو، اوس چې ګڼې ادارې سره مدغم شي او غير ضروري ارګانونه چې د مصلحت پر بنياد رامنځته شوي وو، له يوه سره حذف شي، دا به د هېواد لپاره لويه ګټه وي.))
سياسي مقاله ليكونكى امان الله صداقت هم د موازي دولتي ادارو د ادغام پر مسئلې خوشاله برېښي. دى وايي، له تېرو ۱۳ كلونو راهیسې په دولتي چوكاټ كې رامنځته شويو موازي ادارو خدمت نه كاوه، بلكې د خلكو او ولس سرګرداني يې لا پسې زياته کړې وه:(( يو خو دا چې دولتي بودجه بې ځايه مصرفېدله، بله دا چې د وړو مصلحتونو لپاره به ادارې يو له بله جلا شوې، خو ولس ته به يې اوږده سرګرداني رامنځته كړه، سړى به حيران و چې خپل كار له كومه ځايه پيل كړي او كومې ادارې ته مراجعه وکړي.))
په كندهار كې مدني فعال نثار احمد صالح بيا يادې موضوع ته له دې زاويې خوشبين دى چې كه يو شمېر ادارې له منځه ولاړې شي؛ نو دولتي كاركوونكي به زيات كار ته اړ شي: (( په پرمختللې نړۍ كې له يو تن څخه زيات كار اخستل كېږي، خو زموږ په هېواد كې برعكس لږ كار ته ډېر كسان كېنول شوي، دولت بايد ټينګار وكړي چې له يو وزير څخه د معاش په اندازه ډېر كار واخلي، د وزارتونو كمولو ته زه ځكه خوشبين يم چې سياسي معاملې به كمې شي او دولتي كارمندان به ډېر كار ته وهڅېږي.))
خو يو بل مدني فعال احمدشاه رستم بيا وايي، كه د يو شمېر وزارتونو او ادارو ادغام يا حذف له يو پلوه د اداري فساد او سياسي معاملو مخنيوى كوي، له بل پلوه زرګونه افغانانو ته د بې كارۍ د خطر زنګ هم دى.
دى وايي، نوى حكومت كه له يو پلوه د وزارتونو او نورو موازي ادارو د ادغام او حذف هڅه كوي له بله پلوه دې زيات ټينګار وكړي چې له نيمايي زياتو بې روزګاره افغانانو ته د كار زمينه مساعده شي: (( دا چې ادارې حذف شي؛ نو كاركوونكي به يې چېرته ځي؟ دولت ته دا هم ننګوونكې ده چې اوس مهال له نيمايي زيات افغانان بې روزګاره دي. دا چې له وزارتخانو بې روزګاري شوي ځوانان هم ورسره په كور كېني، نو ستونزه به د كوچنۍ كېدو پر ځاى غټه شي.))
رستم خپله خبره غځوي او وايي، د ده په څېر زرګونه ځوانان د موازي ادارو د له منځه وړلو سره مخالفت نه كوي، خو دولت بايد د بې روزګاره كېدونكو مامورینو لپاره هم بديل لارې راوباسي: ((موږ د بې ځايه او بې هدفه موازي ادارو د دوام ملاتړ نه كوو، خو د دې ملاتړ هم نه كوو چې زيات شمېر خلک بې كاره شي، بايد د يوې قوي او رڼې ستراتيژۍ له مخې په خصوصي سكټور كار وشي او لويه برخه بې روزګاره وګړي چې دولت ورته د كار وركولو توان نه لري، په خصوصي سکټور کې جذب شي، په دې سره د بې روزګارۍ مخه نیول کېږي، له هغه پرته به دا بحران دوام پیدا کړي او د ډاکټر صاحب اشرف غني دا ژمنه چې دسترخوان به مو ډک شي، نور هم پسې تش او خالي شي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


